افغانستان

د افغاني عسکرو څخه د ځان ساتني لپاره برتانیا خپل فوځ ته نوي اسلحه ورکوي

نن ټکی آسیا: د برتانیا وزارت دفاع پریکړه کړې، چي خپل فوځ ته به داسی نوې اسلحه ورکوي، چي د افغانستان عسکرو د ورځ تر بلي زیاتیدونکو بریدونو مخه په ونیولای سي.

د دفاع وزارت څخه ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چي دغه نوې اسلحه د (ګالوک ۱۷) په نامه یادیږي، او د ډیرو تجربو وروسته دا اسلحه ځکه اختیار سول، چي په هر رنګه شرایطو کي او خاص بیا د شین پر زرغونو بریدونو کي چټک کار ځینی اخیستل کیدل سي.

شین پر زرغونو هغه بریدونو ته ویل کیږي چي افغاني عسکر په کښي د ناټو یا امریکا عسکر وژني.

د سرچینو په وینا برتانوي وزارت دفاع د اسلحې د جوړونکي شرکت ته د ۲۵ زره میله وسلې آرډر ورکړی، او غواړي چي په افغانستان کي خپل هر عسکر ته ورکړي.

باید وویل شي چي څو ورځي وړاندي د ایساف ویاند وویل چي په تیرو دوو کلونو کي د افغاني عسکرو په لاس تر ۱۰۰ زیات بهرني عسکر وژل شوي دي، او په تیره کال کې ددغه بریدونو شمېر په ځانګړي توګه زیات سوی وو.

د یادوني وړ ده چي څه موده مخکي کله چي دغه بریدونه خپل اوج ته ورسیدل، بهرنیو ځواکونو د افغاني عسکرو سره ګډه عملیات د څو انیو لپاره ودرول، او بیا یې خپل فوځ ته امر وکړ، چي همیشه باید د تیار سی په حالت کی واوسیږي، او هیڅ کله هم خپله اسلحه د ځان څخه لیري نه کړي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله یوه وروستی مرکه کي وویل چي دوی د افغاني عسکرو د را جلبولو لپاره ځانګړی کمیسون ټاکلی، چي په افغاني فوځ او پولیسو کي دننه د عسکرو سره اړیکي نیسي، او هغوی خپل دین او وطن ته پر غیرت کولو هڅه وي، او همداسي خپل ډیر نفوذي عسکر یې ځای پر ځای کړی، چي هر یو یې اوس خپل د وار په انتظار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x