نړۍ

مجاهدین خلق: ایرانی جنرال قاسم سلیماني مرګونی ټپي دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۴ل): د ایراني رژیم مخالف وسلوالي او سیاسي ډلي مجاهدین خلق ادعا کړې چې دوه اونۍ وړاندي قاسم سلیماني په سوریه کې مرګونی ټپي شوي دی.

قاسم سلیماني د ایران د سخت دریځ پوځ پاسداران انقلاب مشر جنرال دی، چې په اړه یې ویل کیږي دوه اونۍ وړاندي په سوریه کې هغه وخت ټپي شو، کله چې یې موټر د پاڅون کونکو له لوري په نښه شو.

د ایراني رژیم مخالفین مجاهدین خلق ادعا کړې، چې د پاسداران انقلاب دننه سرچینو دوی ته د قاسم سلیماني د مرګوني ټپي کیدو خبر ورکړی، او زیاته کړې چې نوموړی د هاوان د مرمۍ ښکار شوی، چې له کبله یې د سر په خوا کې مرګونی ټپي دی.

ددې تر مخه د سوریې نظامي سرچینو هم الجزیره تلویزون ته ویلي وه چې د قاسم سلیماني په یوه جګړه کې سرسري ټپي شوی.

د سوریې د نظامي سرچینو د ادعاو پخلی ددغه هیواد د بشري حقوقو د څارني ادارې هم کړی او ویلي چې د قاسم سلیماني ټپونه سرسري دي.

بل خوا د سوریې د ازاد پوځ سرچینو ویلي چې دوی د قاسم سلیماني موټر هغه وخت په نښه کړ کله چې نوموړی د حلب ولایت په جنوبي برخه کې د خپلو ایراني ځواکونو د عملیاتو د څارني په موخه راغلی وو، چې سمدستي د چورلکې په واسطه پلازمیني دمشق او بیا طهران ته انتقال شو.

د مجاهدین خلق سرچینو ویلي چې قاسم سلیماني تر اوسه دوه جراحي عملیات کړي، روغتیايي وضعیت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی او څوک نه شي کولای چې د نوموړي سره لیده کاته وکړي.

باید وویل شي چې د ایران رسمي سرچیني اوس هم د قاسم سلیماني د ټپي کیدو خبرونه ردوي، د ایران د پاسداران انقلاب پوځ ویاند رمضان شرف ویلي چې نومړی رک روغ دی، خپل کارونه د پخوا په شان پر مخ بیايي.

د قاسم سلیماني په اړه د نورو معلوماتو لپاره لاندي پاڼي ته ورشئ:

https://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%82%D8%A7%D8%B3%D9%85_%D8%B3%D9%84%DB%8C%D9%85%D8%A7%D9%86%DB%8C

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x