استرالیا، نیوزیلینډ ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۴ل): نن د استرالیا او نیوزیلینډ تر منځ د دریو ټیسټ لوبو دوهمه لوبه د استرالیا په بریا پای ته ورسیدله. دغې لوبې کې استرالیا د نیوزیلینډ لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

د نیوزیلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. د نیوزیلینډ لوبډلې په ۶۵.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۲ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره لتم په ۱۰۳ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۰، سانټنر په ۴۶ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۳۱ او واټلینګ په ۸۰ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د استرالیا لپاره د توپ اچونې په برخه کې ټول توپ اچوونکي ښه توپ اچونه وکړه. سټارک درې، هذلووډ درې، سېډل دوه او لیون هم دوه ویکټې واخیستې.

استرالیا په ځوابي توپ وهنې کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سمیت او نیول غوره توپ وهنه په مرسته ۲۲۴ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره نیول په ۱۱۰ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۶۶ او سمیت په ۱۱۴ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۳ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره بریسویل درې، کریګ دوه، بولټ دوه، سوتي یوه او سانټنر هم یوه ویکټه واخیسته.

نیوزیلینډ خپل دوهم وار توپ وهنې کې د سانټنر او ټېلر د توپ وهنې په مرسته ۲۰۸ منډې جوړې کړې او استرالیایۍ لوبډلې لپاره يي د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه.

د نیوزیلینډ لپاره سانټنر په ۸۸ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۵ او ټېلر په ۳۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

په دوهم وار توپ وهنې کې د استرالیایۍ لوبډلې لپاره هذلووډ تر ټولو پیاوړی او غښتلی توپ اچونه وکړه. هذلووډ خپل ۲۴.۵ اورونو کې ۷۰ منډو ورکولو سره شپږ ویکټې واخیستې.

استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنې کې ټاکل شوی هدف ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د مارش غوره توپ وهنې په مرسته پوره او سیالې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.

د نیوزیلینډ لپاره دوهم وار توپ اچونې کې بولټ تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. بولټ خپل ۱۶ اورونو کې ۶۰ منډو ورکولو سره پنځه ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د