
په سوریه کې پاکستانیان وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۴ل): د ایران پاسداران انقلاب پوځ ته نیژدې خبري اژانس «تسنیم»په حواله ویل شوي چې ددغه هیواد په قم ښار کې د اوه تنو پاکستاني شیعه ګانو جنازه واخیستل شوه.
دغه اوه تنه شیعه مذهبه پاکستانیان په سوریه کې د ایران تر قوماندې لاندي د سوریې د پخواني واکمن بشار الاسد په ملاتړ جنګېدل.
په دغه راپورونو کې ویل شوي چې د پاسداران انقلاب یو ضابط هم وژل شوی چې حمید سیاهکالي مرادي نومیدی.
د ایران خبري سرچینو ویلي چې د پاسداران انقلاب ضابط حمید سیاهکالي مرادي د «تروریستانو» په خلاف د عملیاتو په توجیه کولو او مشورتي دندې تر سره کولو پر مهال ووژل شو.
باید وویل شي چې یوه ورځ مخکې د دغه ځواک یو بل جنرال عبد الرضا مجیري په اړه هم خبر ورکړل شوی وو چې د سوریې په شمال کې د حلب ښار ته نیژدې د جګړو پر مهال ووژل شو.
د یادوني وړ ده د ځینو خبري سرچینو په حواله داهم ویل شوي چې د پاسداران انقلاب مشر جنرال قاسم سلیماني هم د سوریې په شمال کې د حلب ښار ته نیژدې په یوه جګړه کې ټپي شوی چې د ایراني رژیم د مخالفینو په وینا مرګونی ټپي دی، خو ایراني چارواکي د نوموړي د ټپي کیدو څخه انکار کوي.
ایران او روسیا په سوریه کې د پخواني واکمن بشار الاسد په ملاتړ بمبار او پر ځمکه جګړې کوي، ایران د لبنان، عراق، افغانستان او پاکستان ملیشې هم د خپلو پوځیانو تر څنګ په پاڅون کوونکو پر ضد جنګوي.