افغانستان

اشرف غني او ښځه یې ۳۲۰ ملیونه افغانۍ شتمني لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۴ل):  له فساد سره د مبارزې عالي ادارې ویلي چې د اشرف غني او ښځه یې رولا غني ۳۲۰ ملیونه افغانۍ شتمني لري چې شاوخوا (۴.۷ ملیونه ډالر) کیږي.

دفساد سره د مبارزي عالې ادارې ویلي چې له دغه شتمنۍ ور تیره که چا پر اشرف غني نور جایدادونه یا شتمنۍ ثابت کړه، نو د دوی ادارې ته دي شکایت وکړي، تر څو یې په اړه قانوني اجراءات وکړي.

دفساد سره د مبارزي عالې ادارې په راپور کې راغلي، چې د اشرف غني او رولا غني اکثره شتمنۍ سره شریکه ده، چې په هغه کې د کابل په دار الامان سیمه کې د اشرف غني په نوم یو کور هم شامل دی چې پر څلور جریبه او ۳۰۰ متره مساحت باندي جوړ دی. اشرف غني دغه کور په ۱۳۸۲ کې په ۲۵ ملیونه افغانۍ اخیستی چې اوس یې قیمت ۳۵۰ ملیونه افغانیو ته پورته شوی.

داچي اشرف غني ۲۵ ملیونه افغانۍ له کومي کړې، په اړه ویل شوي چې په امریکا کې خپل جایدادونه خرڅ کړی.

د اشرف غني ښځه اوس هم د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې یو کور لري چې د ۲۲ ملیونه افغانیو ارزښت لري. دغه کور یې اوس په کرایه ورکړی. رولا غني په لبنان کې هم د خپلو دوه وړونو او یوې خور په شراکت ۶۰ جریبه ځمکه لري.

اشرف غني په کال ۱۳۸۵ کې د امریکا په یوه دولتي ادارې (نړیوال بانک) کې مامور وو، چې د هغې ادارې څخه یې ماهانه اتلس زره ډالره معاش اخیست. نوموړی اوس هم له دغه بانک څخه د تقاعد پیسی اخلې، چې د افغانستان د ولسمشرۍ حقوق ور جمعه سي نو ۱۱ ملیونه ډالره جوړیږي.

اشرف غني او ښځه یې په بانک کې ۷۱ زره ډالره لري.

اشرف غني وايي چې د پلار څخه په میران ور پاتي ۱۲۲۰ جریبه باغونه هم دي چې په کابل او لوګر ولایت کې موقعیت لري. ددغه شتمنیو قیمت هم ۶۴۰ ملیونه افغانیو پوري اټکل شوی.

له فساد سره د مبارزې ادارې په دې وروستیو کې پر حکومتي چارواکو هغه فورمونه ویشلي چې د حکومت څخه تر مخه، او وروسته د حکومتي چارواکو شمتني ثبت شي، او د اداري فساد مخنیوی وشي.

د ادارې فساد سره د مبارزې نړیوال سازمانونه وايي چې افغانستان د نړۍ په سطحه د شمالي کوریا، صومال او سوډان وروسته څلورم هیواد دی چې زیات ادارې فساد په کښي وجود لري.

ددې تر مخه افغانستان په لومړي مقام وو، خو له هغه وروسته چې د ولسمشر اشرف غني له لوري د کابل بانک په قضیه کې ککړ چارواکي محکمه کړل، د اداري فساد په نوملړ کې د افغانستان وضعیت لږ شه شو.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

یوه ورځ د عظا نور سره ایرانی کومی رسنی مرکه درلودله او لا به عظا نور استخدام کړی وو چه په اړه یی شبهات لیری شی او خلکو ته ځان سپینه مولی کړی ، د هغه مرکی مسول یوه پوشتنه دا هم وه چه ( خلک وایی ته بیلونر یی دا تر کومی کچی سمه ده ؟) هغه ورته وایی ( دا ناسمه ده ، نقدی می ډیری په یاد نه دی کیدی شی تر څو میلونو تچاوز ونه کړی ) او ملکیتونه خو می د پلار او نیکه له وختو راپاتی دی او دا چه نقدی ولی دومره لرم… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close