ټولنیزه برخه

مديريت د يوې ډلې پۀ توګه:

Management

ژباړن: انبيا ژمن

د يوې ډلې پۀ توګه – مديريت – کولاى شو د ټولو هغو کسانو پۀ توګه ياد کړو چې د يوۀ تشبث د اداره کولو دندې پر غاړه لري. کله چې وايو د ABC کمپنۍ مديريت ښۀ دى، د يو شمېر خلکو ډلې ته چې نوموړې کمپنۍ اداره کوي، اشاره کوو. نو پۀ دې ډول، له اجرايويي ريسس (CEO) نيولې تر يوۀ ټيټ پوړي مدير پورې، ټول مديران د يوې ډلې پۀ توګه پۀ مديريت کې شامل دي. خو پۀ دوديز ډول پۀ مديريت کې يوازې، د بېلګې پۀ ډول، اجرايوي رييس، مشر، لوى مدير، مشرتابه پلاوى او داسې نور شامل دي. پۀ بله مانا، دا هغه کسان دي چې مهمې پرېکړې پر غاړه لري. دغه کسان د سازماني اهدافو د ترلاسه کولو پۀ موخه له سرچينو څخه د استفادې واک پۀ لاس کې لري او همدا رنګه – د سرچينو – پۀ اغېزناک ډول د کارونې مسئوليت يې پۀ غاړه دى.

مديرت ته د يوې ډلې پۀ توګه، کولاى شو له دوو بېلو لارو وګورو:

1. ټول مديران
2. يوازې لوړ پوړي مديران

تعبير يې له حالاتو سره سم چې دغه اصطلاحات پکې کارول کېږي، تړاو لري. پۀ ټوليز ډول درې ډوله مديران شتون لري:

1. ارثي مدير: هغه کسان چې د څښتنتوب يا د کمپنۍ له څښتن سره د خپلوۍ له مخې مديران جوړېږي.

2. مسلکي مدير: هغه کسان چې د ځانګړې پوهې او رتبې له مخې ټاکل کېږي.

3. سياسي مدير يا ملکي خدمتګار: هغه کسان چې دولتي چارې اداره کوي.

مديران د ټولنې د نخبه ګانو د پام وړ برخه جوړوي او پۀ ټولنه کې د ژوند له لوړو معيارونو څخه برخمن دي.

نور بيا

اخځ: http://www.managementstudyguide.com/management_group.htm

ژباړن: انبيا ژمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x