افغانستان

د نیمروز ولایت د حج او اوقافو پخوانی مشر سید نذیر احمد سادات وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د نیمروز ولایت د حج او اوقافو پخوانی مشر سید نذیر احمد سادات په غلچکي برید کې وژلی.

د طالبانو پر ویب پاڼه نشر شوي خبر کې ویل شوي چې «د ګوډاګۍ ادارې د علماء سوء د شورا غړی سید نذیر سادات د غوث الاعظم روغتون مخي ته ووژل شو.»
د نیمروز ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نوموړی تیره شپه د زرنج په ښار کې د خپل کور مخته د نا معلومو وسلوالو له لوري په نښه شو.

د نیمروز د امنیه قومندانۍ مرستیال سمونیار محمد غوث رسنیو ته ویلي چې بریدګر پر موټر سایکل راغلي وه، پر نوموړي یې د ډزي کولو وروسته له سیمي پښې سپکي کړې.

په دې ورستیو کې د نیمروز په ولایت کې د طالبانو فعالیت زیات شوی، طالبان همدا نن ورځ خبر وکړ چې نن سهار نهه بجې یې د دلارام په ولسوالۍ کې د پولیسو پر دوه پوستو او ګزمې بریدونه وکړل چې د یوه ساعت جګړې وروسته یې اوه تنه عسکر مړه او یو بندي کړ.

په خبر کې راغلي چې دوی یو شمېر غنیمتونه هم تر لاسه کړ.

د طالبانو ددې خبر پخلی تر اوسه خپلواکو سرچینو نه دی کړی.

د نیمروز والي انجینر محمد سمیع سره نیژدې کس بلل کیده
سرچینه: د نیمروز والي انجینر محمد سمیع سره نیژدې کس بلل کیده
د نیمروز والي انجینر محمد سمیع سره نیژدې کس بلل کیده
سرچینه: د نیمروز والي انجینر محمد سمیع سره نیژدې کس بلل کیده
ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close