نړۍ

کامېرون: د دوو ښځو برید ۵ تنه وژلي او ۱۲یې ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۸، ۱۳۹۴ ل): د منځنۍ افریقا په کامېرون هیواد کې د دوو ښځو په سرتیرو بریدونو کې ۵ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

پېښه د کامېرون هیواد د شمالي ډبنګا په لیري پرته سیمه کې رامنځته شوي، ویل کیږي چې برید کوونکي دواړي ښځي د ناجیریا دي او په خپلو ځانونو پوري تړلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودني ورکړي دي.

ځایې چارواکي وایې چې لومړۍ برید په یوه کور کې دننه شوی او دوهم برید د ویلډنګ یوه دوکان ته څېرمه ترسره شوی دی، په دوهم برید کې د بوکوحرام ضد عملیاتي ځواک دوه تنه عسکر مرګوني ټپیان شوي دي.

د بریدونو پړه تراوسه کومي ډلي پرغاړه نه ده اخیستي خو چارواکي په دې بریدونو کې د بوکوحرام ډله پړه بولي او وایې چې بریدونه ددې ډلي له لوري پلان شوي وه.

په کامېرون هیواد کې بوکوحرام اسلامپالي ډلي تر دې مخکي هم بریدونه کړي دي، تېره اونۍ د څلورو ښځو په سرتیرو بریدونو کې لږترلږه ۵ تنه ووژل شول او همدارنګه د تېر لږ وخت په جریان کې دلته تر ۲۰ ډیر سرتیري بریدونه شوي او تر ۱۰۰ تنه ډیر خلګ یې وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x