افغانستان

کندهار: د نېش دمخکني ولسوال زوی په بمي چاودنه کې وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۸، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ څخه په ترلاسه شوي خبر کې راغلي چې ددې ولسوالۍ د مخکني ولسوال د زوی کریم الله پر موټر د سړک غاړي ماین چاودنه شوي او نوموړۍ پکښي وژل شوی دی.

د نېش د پخواني ولسوال حیات خان زوی کریم الله او دهغه وراره شېرمحمد په خپل موټر کې د نېش ولسوالۍ په ناوه سیمه کې روان وه چې د سړک غاړي ماین چاونه پر وشوه، په چاودنه کې د ولسوال زوی کریم الله وژل شوی او دهغه وراره شېرمحمد ټپي دی.

د ملي امنیت کارمند محمدنافع روکیال
د ملي امنیت کارمند محمدنافع روکیال

حیات خان چې د نېش مخکنی ولسوال وو هغه هم د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی، پر نوموړي تېر کال هغه وخت د ماین چاودنه وشوه کله چې د کور څخه د ولسوالۍ د مرکز پر لور پر موټرسایکل سپور وو.

هغه وخت دحیات خان د وژني پړه طالبانو منلي وه.

د نېش د ولسوال زوی پر داسي مهال وژل کیږي چې تېر ماښام مهال شاوخوا شپږنیمي بجې د کندهار ښار په زړه شهیدانو چوک کې د ملي امنیت یو کارمند محمدنافع روکیال د طالبانو له لوري په غلچکي برید کې ووژل شو.

محمدنافع روکیال د کندهار ولایتي شورا تېرو ټاکنو ته کاندید وو خو په ټاکنو کې تر ناکامه کېدو وروسته یې په ملي امنیت ریاست کې دنده پیل کړه او نوموړۍ یو مدني فعال هم وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x