نړۍ

سوریه کې د روسیې تازه بمباریو لسګونه کسان وژلي او ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۸، ۱۳۹۴ ل): د سوریې په شمالي سیمه ادلب ولایت کې د روسيې د جیټ الوتکو په تازه بمباریو کې لسګونه عام وګړي وژل شوي او ټپيان دي، جیټ الوتکو د غذایې موادو څخه ډک هغه کارتینر موټر هم په نښه کړي چې بېځایه شویو ته یې مرستي لیږدولي.

روسي الوتکو د ادلب ولایت په اریحا ښار کې د ګڼي ګوڼي څخه ډک پر یوه مارکیټ بمونه غورځولي چې له امله یې څلویښت تنه عام وګړي وژل شوي او تر اویا ډیر ټپيان دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي ویلي چې روسي الوتکو په اریحا ښار کې پر یوه مارکیټ بمونه اورولي، په بمبار کې زیات شمېر دوکانونه نړیدلي ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۷۰ ډیر ټپيان دي، په ټپيانو کې د ډیرو روغتیایې حالت نازک ښودل شوی دی.

همدارنګه روسي الوتکو د ادلب ولایت پر شمالي ښار جسرالشغور هم بمباری کړي چې په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون ډیری سوري وګړي ټپيان شوي دي، د ترکیې پولي ته څېرمه کفرتخاریم ښار هم روسي الوتکو په تازه بمباریو کې په نښه کړی دی.

عربي رسنیو خبر ورکړی چې روسي الوتکو د غذایې موادو څخه ډک هغه موټر هم بمبار کړي او سوځولي دي چې بېځایه شویو کډوالو ته یې مرستي لیږدولي.

د سوریې نژدې نېمه برخه نفوس اړ شوی تر څو خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډوال شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x