نظــر

د بګرام له وحشتګاه راوتلې چیغې /رښتیني کیسه

لیکوال: صمیم افغان-

نیمه شپه وه، دساعت ستن له یوولسو بجو تیریدونکې وه چې ناڅاپه مې مبایل ټیلفون وکړنګېد، د هوکې تڼۍ مې ووهله: السلام علیکم څوک خبرې کوئ ؟

ــ  و علیکم السلام . . . مولوي حمیدالله یم ( د امنیتي ملحوظاتو په خاطر یي دلته مستعار نوم لیکو)

ــ  هو مولوي صاحب خدای مو راوله ، مبارک مبارک  آزادي مو مبارک شه، کله  له زندان نه راخلاص شوئ؟

په غرېو نیولي غږ . . . ــ مولوي صاحب آزادي له کومه شوه له باګرام  زندان نه خبرې کوم  . . .

دې خبرې یي سخت ودردولم، ددې لپاره چې تر خپله وسه مې ورسره کومک کړی او د ټیلفون مصرف مي نه وي پرې اړولی ټیلفون مې ورباندې قطع کړ او بیرته مې ټیلفون ورته وکړ چې تقریبا ۴۵ دقیقي ورسره وغږېدم .

دغه مولوي صاحب چې دلته یي زه په مستعار نوم حمیدالله یادوم ، څوکاله وړاندې راسره په پلچرخي زندان کې و، هغه مهال یي په زندان کې څلور کاله تیر شوي و او اوس یې نو ټول تیر کړی بند لسو کلونو ته رسیږي، ښه عالم، متدین او د لوړو اخلاقو خاوند شخص و، نوموړي راته په دې ټیلفوني اړیکه کې  د بګرام زندان هغه له وحشته ډک حالت بیان کړ چې تر اوسه ددنیا له خلکو پټ پاتې دی، د نوموړي خبرې او هلته د بندیانو د حال په اړه د سترګو لیدلی حال داسې له درده ډک و چې ما یي د اوریدلو تاب نه درلود، د نوموړي له روایته مې د بګرام ټول وحشتونه یاداشت نه کړای شول اما د نوموړي له  قوله چې کومې خبرې راسره په ذهن کې پاته شوې دلته یي درسره شریکوم، هیله ده چې یوازې یي د اسلامیت او انسانیت له عینکو مطالعه کړئ، هلته دزرګونو زولانه انسانانو  له رښتیني حالت نه ځان خبر کړئ او بیایي د نجات لپاره پرته له سیاسي ملحوظاتو یوازې د الله مخلوق او انساني کرامت ته د احترام په اساس تر خپله وسه هڅه وکړئ.

د بګرام زندان  چې اوس په یوه بشپړه وحشت ګاه اوښتی واقعا د  معاصر انسانیت په تندي تور داغ دی هلته له مظلوم او زولانه انسانانو سره داسې چلند کیږي چې ښایي ځنګلي حیوانات یي هم له خپلو همنوعو سره ونه کړي راځئ دلته ددې بندي دیني عالم له قوله درته د بګرام څو ناویلې کیسې بیان کړم .

مولوي حمیدالله وویل:

ـــ    په بګرام زندان کې د زرګونو محبوسینو ترڅنګ تر پنځه سوه تنه زیات داسې مظلوم افغانان  لا هم په سخت حالت کې بندي ساتل کیږي چې د محاکمو لخوا ورکړل شوي قیدونه یي پوره شوي حتی یو یا دوه کاله اضافه بند یي هم تیر کړی مګر بیا هم د خلاصون فرصت نه ورکول کیږي او په نامعلوم جرم تر نامعلومې نیټې محبوس ساتل کیږي.

ـــ  ګڼ شمیر بندیان په سختو مرضونو مبتلا دي، د مریضانو هیڅ علاج نشته ۲۲  تنه بندیان زموږ د سترګو په وړاندې د نه تداوۍ له امله په شهادت رسیدلي.

ـــ  زندانیان په شپږو میاشتو کې یوازې یو ځل د لسو دقیقو لپاره د ښيښې تر شا له خپلو اقاربو سره ملاقات کولی شي، ددې ملاقات لپاره شرایط دومره زیات دي چې بندیان تر ملاقات نه ملاقات غوره بولي ځکه لومړی چې کوم څوک دملاقات لپاره ورځي څو څو ځایه پلټل کیږي، پوښتنې ترې کیږي او بیا بیا انتظار ورباندې تیریږي، حتی د بندیانو ځیني پایوازان چې ملاقات ته راغلي نیول شوي او پرته له جرمه زندان ته اچول شوي دي، ملاقات بیا داسې وي چې بندي په جلا اطاق او پایواز په جلا اطاق کې وي د دواړه ترمنځ یوه پرېړه ښیښه وي او د تيلفوني ګوشۍ په واسطه د لسو دقیقو لپاره خبرې سره کولی شي، په داسې حال کې چې له بندي سره هم د ملاقات په مهال یو خارجي او دوه داخلي عسکر ولاړ وي او له ملاقاتي سره هم یو خارجي او دوه داخلي عسکر ولاړ وي نو ځکه بندیان او ملاقاتیان د جوړ په خیر له خبرو پرته نور هیڅ نه شي سره ویلی.

ـــ  په دریو ورځو کې یوازې یوځل د یو ساعت لپاره بندیانو ته آفتابي ورکول کیږي په داسې حال کې چې سترګې یي تړلي وي لاسونه او پښې یي زولانه وي او مسلح عسکر هم ورسره وي.

ـــ بندیانو ته چې کومه غذا ورکول کیږي اندازه یي دومره ده چې یوازې ورباندې ژوندي پاته کیږي او کیفیت یي دومره خراب دی که څوک وغواړي قصدا یوه غذا بدخونده کړي هم شایددومره یي بدخونده نکړای شي د بدبویه غذا خوراک خصوصا دهغې  غوښې چې هیڅ حلالوالی او مرداروالی یي معلوم نه دی خوړل د زندانیانو لپاره یو بل عذاب دی.

ـــ زندانیانو ته په جسمي تعذیب سربیره ډول ډول روحی تعذیبونه ورکول کیږي، په میاشتو میاشتو تنها او په کوټه قلفیو کې ساتل کیږي او تر روحي شکنجو لاندې نیول کیږي د روحي شکنجو له امله تر اوسه چې یوازې موږ لیدلي ۴۰ زندانیان لیونيان شوي دي.

ـــ  سره له دې چې د کرزي د حکومت په وخت کې خارجیانو  دا خبره کړې وه چې د بګرام د زندان واک یي افغان عسکرو ته سپارلی دی، مګر له نوي حکومت وروسته اوس بیا ټول واک دامریکایانو او په افغان حکومت کې دامنیت شوری او بیا شخصا د حنیف اتمر په لاس کې دی.

حنیف اتمر د بګرام له زندانیانو سره د دنیا له سترګو پټ داسې ظالمانه رویه خپله کړې چې پخوایي په هیڅ امریکایي یا افغاني زندان کې مثال نه دی لیدل شوی، ټول زندانیان که څه هم د بند مودې یي پوره شوي وي معطل یي ساتلي دغه راز اکثره زندانیان چې دری ګونو محاکمو ورباندې فیصلې کړي او دوسیې یي نهایي شوي دي، په بګرام کې حنیف اتمر شخصا بیا محاکمه کړي او په خپل سر یي درنې جزاګانې ورته اورولي دي.

له دې جملې ۱۳۰ تنو بندیانو ته چې زیاتره یي علماء کرام او د قرانکریم حفاظ دي او پخوا محاکمو ورته محدوده موده قید اورولی و، حنیف اتمر په دوهم ځلي محاکمه کې په دې ټولو کسانو د عمري بند سزا تیرولو حکم کړی دی چې دا له دې بندیانو سره داسې زیاتی او ظلم دی چې افغان اولس ورباندې نه دی خبر.

حنیف اتمر ددې ۱۳۰ کسانو لویه ګناه دا بولي چې ولې یي د ولایاتو په زندانونو کې د بندیانو د حقوقو لپاره اعتصابونه کړي و.

مولوي حمیدالله د بګرام د زندان په اړه نور هم خورا بوږنوونکي حقائق بیان کړل، د خبرو په ترڅ کې مې د یوه بندي ملګری چې دیني عالم و پوښتنه ترې وکړه، ده راته وویل چې که درته ووایم خپه به شې، ځکه هغه لیونی شوی دی.

مولوي حمیدالله وویل چې دغه د ټیلفون عادي ګوشۍ ورته د یوه عسکر په لاس د یولک افغانیو په بدل کې رسیدلې ده، نوموړي د بګرام د زندانیانو په استازیتوب غوښتنه لرله چې افغان اولس او مسلمان ملت دې خپل هغه زرګونه وروڼه او زامن نه هیروي چې په دغه وحشتي قتلګاه کې بې سرنوشته پراته دي د هیواد له مختلفو سیمو په بیلابیلو نومونو نیول کیږي او دلته وحشي قفسونو ته غورځول کیږي چې بیا یي د ژوند او مرګ ټول واک یوه کمونیست جلاد  حنیف اتمر ته حواله کیږي او هغه د خدای دشمن ورباندې ددریو لسیزو له کینې او دښمنۍ ډک زړګی یخوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

الله تعالی دې ټول طاغوتيان او د هغوی غلام په پدسې بلاء ګرفتار کړي چې مظلوم مسلمانان يې هير شي ، په زندانونو کې د امريکايانو پرته پخواني کمونستيان حاکم دي چې هغوی د مسلمانانو په سکنجو کې پوره مهارت لري .
هغه د درواغو حقوق بشر واله چېرې دي الله تعالی دوی تبا کړي ، ولی د زندانيانو له حال ځان نه خبروي .
په دغه ټول حکومت کې داسې څوک نشته چې د مظلومانو په دفاع يو آواز پورته کړي ….

م ص

الله ټولو مسلمانانو ته چې د کفارو او ذ ذوی مرتدو مزدورانو لخوا په هر ځای کې هر ډول دنیوي بد حالت سره مخ کیږي د صبر او زغم توفیق ورکړي!
اللهم آمین!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x