نظــر

امريکا ته دکرزى سفر دافغانستان دايمي اشغال ثابت کړ

دامريکا  داشغال په باب به تل په کابل کې کرايه کښو کارپوهانو نظر ورکاوه او دعالم اولس سترګو ته به ئې خاورې  شيندلى چې امريکا په ٢٠١٤ کې له افغانستانه خپل پوځونه باسي او ورسره به دنورو اشغالګرو ناټو پوځونو همدا لاره وي يو شمير تش په نامه جهادي مشرانو به هم په غونډو کې به همدې موضوع شخوند واهه او د روسانو يرغل سره به ئې دشين سترګو او امريکايانو يرغل پرتلې  نه ځان ګوښه کاوه خو تيره ورځ چې دويم شاه شجاع کرزى خپل بادار ته سلامي ورغي او دميرمن کلنټن ملمستيا ته يې ګونډه ووهله دګوتو دڅټلو وروسته دکلنټن او کرزى ترمنځ دافغانستان ددايمي  اشغال موضوع رڼه شوه پدې وينا کې څه چې ميرمن کلنټن وويل کرزى بيچاره به ورته سرخوراوه چې آخر کې ميرمن کلنټن او پنيتا دواړو دافغانستان ددايمى اشغال خبره ښکاره وکړه

دى ته ئې هم دناکامه سرو خوزاوه دافغانانو هغه يې هيلى يې نا هيلې کړى چې ويل به يې روسانو زمونم په هېواد کې دپوځي بارکونو پر ځاى دپوځيانو هديرى وليدلى .امريکا او روسان ديوې ځالې ماران دى دوى داسلام خو امريکا په مارانو کې منګرى او په منګريانو کې څرخي منګرى دى څرخى منګرى چې څک خوړلې بيا ئې په دنيا سترګى ندى غړولى يعنې امريکا چې کوم هېواد دامن او دوستى په نامه اشغال کړى تراوسه پکې دامريکا پوځيان پاتى دى . دعربى ، کويټي او عراقى شيخانو وروسته داسيا په زړه کې افغانستان لومړى هېواد دى چې عراق امريکا دترکيې  دانجرليک او افغانستان ئې دماناس له پوځي هوائى اډى اشغال کړ .ددې وروسته به کابل تلويزونى چينلونو کې دکارپوهانو په نامه ناست ډنډورچيان افغان اولس ته څه وائى . نور به تر ٢٠١٤ وروسته امريکائي پوځونو پاتې کيدو ته کوم پرتوګ وراغوندى پدې پوره غور پکار دى يوازى افغان اولس ته نه بلکه ددولت مخالف وسلوال هم بايد دى موضوع ته چې دافغانستان راتلونکى ور پورې تړلى دى دژورنظر نه کار واخلي دکرزى دا سفر بابيزه ونه ګڼلى پوخ عزم وکړى چې افغانستان په سوله ييزه توګه دامريکا د دايمى اشغال وژغورل شي .

دمبصر په قلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x