دیني، سیرت او تاریخ

شهيد او شهادت ( پنځه پنځوسمه برخه )

لیکوال: محمد نعیم

په یو حدیث شریف کې د شهید لپاره شپږ ځانګړنې یادې شوې دي، په ځینو روایاتو کې دا ځانګړنې اوه، په ځینو کې اته، او په ځینو کې نهه یا لس هم یادې شوې دي، د پام وړ ټکی دا چې په زیاترو هغو روایاتو کې چې وايي د شهید لپاره د الله په وړاندې شپږ ځانګړنې دي، د حدیث په متن کې اوه، یا اته او یا هم نهه وي، او په هغو کې چې وايي اوه ځانګړنې دي، د حدیث په متن کې اته وي، په عام ډول ددې روایت په اړه درې ټکي د پام وړ ښکاري:

۱ – روایت وايي د شهید لپاره شپږ ځانګړنې دي، خو کله چې په متن کې وګڼل شي اوه یا اته، یا نهه کېږي.

۲ – هغه روایات چې وايي  ۹ یا ۱۰ ځانګړنې دي، کله چې په متن کې وګڼل شي، لس نه پوره کېږي.

۳ – د ټولو هغو روایاتو په متن کې چې نوموړې ځانګړنې یادوي اوه یا اته دي، په دې اړه که څه هم ما مدلل او مفصل معلومات و نه موندل، خو ځینو علماء کرامو ددې توپیرونو لامل د راویانو خپل اټکلونه ګڼلي، دا خبره تر یو ځایه معقوله برېښي، خو پوښتنه دلته ده چې دا ډول روایات له دومره وخت راهیسې روایت کېږي، علماء کرام یې لولي بیا هم دا ستونزه یا هواره شوې نه ده، یا یې په اړه یوه قناعت بخشه څېړنه نه ده شوې.

اوس به لومړی همدا روایات را واخلو، وروسته به یې بیا و څېړو:

۱ – عَنِ الْمِقْدَامِ بْنِ مَعْدِيكَرِبَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لِلشَّهِيدِ عِنْدَ اللَّهِ سِتُّ خِصَالٍ يُغْفَرُ لَهُ فِى أَوَّلِ دَفْعَةٍ وَيَرَى مَقْعَدَهُ مِنَ الْجَنَّةِ وَيُجَارُ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ وَيَأْمَنُ مِنَ الْفَزَعِ الأَكْبَرِ وَيُوضَعُ عَلَى رَأْسِهِ تَاجُ الْوَقَارِ الْيَاقُوتَةُ مِنْهَا خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا وَيُزَوَّجُ اثْنَتَيْنِ وَسَبْعِينَ زَوْجَةً مِنَ الْحُورِ الْعِينِ وَيُشَفَّعُ فِى سَبْعِينَ مِنْ أَقَارِبِهِ “[1] ژباړه: د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم وايي:  د الله جل جلاله په وړاندې شهید ته شپږ ځانګړنې دي:

له لومړي څاڅکي وینو تویېدو سره:

۱ – بښنه  ورته کېږي.

۲-  په جنت کې خپل ځای ویني.

۳- د قبر له عذاب نه ژغورل کېږي.

۴- د لوی ډار ( د دنیا دړنګېدو پر مهال ) به ډاډمن وي.

۵ –  په سر به یې د عزت تاج اېښودل کېږي، داسې تاج چې یوه ملغلره یې له ګردې نړۍ، او له هغه څه چې په نړۍ کې دي غوره ده.

۶ –  دوه اویا حورې ورته په نکاح کېږي.

۷ – د خپلو اویاوو خپلوانو په اړه به یې شفاعت او سپارښتنه منل کېږي.

په دې روایت کې د شهید لپاره شپږ ځانګړنې یادې شوې دي، خو په متن کې اوه دي. په دې اړه علمای کرامو  یو څه نظر هم ور کړی، ملا علي قاري رحمه الله وايي: ( دا خبره یې چې ( و یری مقعده ) باید ددې خبرې لپاره چې ( یغفر له ) عطف تفسیر وګڼل شي، تر څو ځانګړنې له شپږو زیاتې نشي، او په دې خبره کې چې (وَيُجَارُ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ ) کې تکرار را نشي) [2]  په تحفة الاحوذي کې وايي ځکه که ظاهر ته وکتل شي د قبر له عذاب نه ژغورل په مغفرت کې داخل دي.[3] کېدای شي مطلب یې دا وي چې په قبر کې له عذاب نه ژغورل کېدل د مغفرت نښه ده، که مغفرت او بښنه نه وي له عذاب نه ژغورل کېدل به څه ډول ممکن وي؟ خو یوه خبره ده چې که دا معنی ترې واخیستل شي بیا به له لوی ډار نه ژغورل کېدل هم  په مغفرت کې راځي. البته که داسې وویل شي چې مغفرت عامه ځانګړنه ده، او په قبر کې له عذاب نه ژغورل کېدل خاصه تر یو ځایه قناعت پرې کېدای شي. او تخصیص یې د اهمیت او ارزښت له امله دی؛ ځکه لکه په مخکې برخو کې چې تېر شول قبر د آخرت لومړی منزل دی، که په لومړي منزل کې څوک کامیاب شول، مخکې به په نورو کې هم کامیاب وي او که په دې کې ناکام شول مخې ته راتلونکي حالات به ډېر ګران وي.

سندي رحمه الله د ابن ماجه په حاشیة کې وايي: (  الْمَذْكُورَات سَبْع إِلَّا أَنْ يَجْعَلَ الْإِجَارَة وَالْأَمْن مِنْ الْفَزَع وَاحِدَة ) [4] ژباړه: یادې شوې ځانګړنې اوه دي، مګر دا چې د قبر له عذاب څخه ژغورل کېدل او له لوی ډار څخه په امن کېدل یوه ځانګړنه وګڼل شي.

سندي رحمه الله وايي کېدای شي د قبر له عذاب نه ژغورل کېدل او له لوی ډار نه په امن کېدل یوه ځانګړنه وګڼل شي، تر څو د روایت سر د حدیث له متن سره برابر شي، په هر حال،  دا د ځینو علمای کرامو نظرونه دي، خو که فکر وشي د ګناهونو بښل جلا ځانګړنه ده، او په جنت کې خپل ځای لیدل جلا، دا چې په جنت کې خپل ځای لیدل د ګناهونو د بښلو لپاره عطف تفسیر وګڼل شي، یا د قبر له عذاب څخه ژغورل کېدل او له لوی ډار څخه په امن کېدل دواړه یوه ځانګړنه وګڼل شي هغه د خلکو خبره د سړي زرړه اوبه نه پرې څښي.

همدا روایت امام طبراني په المعجم الکبیر او مسند الشامیین او عبد الرزاق الصنعاني په خپل مصنف کې دا ډول راوړی: ( عَنِ الْمِقْدَامِ بن مَعْدِي كَرِبٍ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:إِنَّ لِلشَّهِيدِ عِنْدَ اللَّهِ تِسْعَ خِصَالٍ أَوْ قَالَ: عَشَرَ خِصَالٍ: يُغْفَرُ لَهُ فِي أَوَّلِ دُفْعَةٍ مِنْ دَمِهِ، وَيَرَى مَقْعَدَهُ مِنَ الْجَنَّةِ، وَيُحَلَّى حِلْيَةَ الإِيمَانِ، وَيُجَارُ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَيُزَوَّجُ مِنَ الْحُورِ الْعِينِ، وَيَأْمَنُ يَوْمَ الْفَزَعِ الأَكْبَرِ، وَيُوضَعُ عَلَى رَأْسَهِ تَاجُ الْوَقَارِ: الْيَاقُوتَةُ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا، وَيُزَوَّجُ اثْنَتَيْنِ وَتِسْعِينَ زَوْجَةً مِنَ الْحُورِ الْعِينِ، وَيُشَفَّعُ فِي سَبْعِينَ إِنْسَانًا مِنْ أَقَارِبِهِ )[5]

ژباړه: له مقدام بن معدیکرب څخه روایت دی،وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل چې ویل یې:  شهید ته د الله په وړاندې نهه او یا یې ویل لس ځانګړنې دي:

له لومړي څاڅګي وینو توییدو سره

۱- بښنه ورته کېږي.

۲-  په جنت کې خپل ځای ویني.

۳- د ایمان په ګاڼه پسلول کېږي.

۴- د قبر له عذاب نه ژغورل کېږي.

۵- حورې ورته په نکاح کېږي.

۶ – له لوی ډار نه په امن کېږي.

۷-  په سر یې د عزت داسې تاج اېښودل کېږي چې یوه ملغلره یې له دنیا او له هغه څه چې په دنیا کې دي غوره ده.

۸- دوه اویا حورې ورته په نکاح کېږي.

۹- د اویاوو تنو خپلو خپلوانو په اړه یې شفاعت منل کېږي.

په دې روایت کې راوي همغه ( المقدام بن معدیکرب ) رضی الله عنه دی، خو ځانګړنې یې نهه یا لس یادې کړې دي، او د حدیث په متن کې نهه دي. سره له دې چې هغه دوه یې بالکل تکراري برېښي: (    وَيُزَوَّجُ مِنَ الْحُورِ الْعِينِ، وَيُزَوَّجُ اثْنَتَيْنِ وَتِسْعِينَ زَوْجَةً مِنَ الْحُورِ الْعِينِ ) دلته لومړی وايي حورې به ورته په نکاح کېږي، لږ وروسته ورپسې راځي چې دوه نوي حورې به ورته په نکاح کېږي، په حقیقت کې دلته دوهمه ځانګړنه د لومړۍ لپاره عطف تفسیر  ګڼل کېدای شي.

همدا روایت ابن بشران، ابن شاهین او ابن ابي عاصم په خپلو کتابونو ( الأمالي ) ( الترغیب في فضائل الأعمال و إثبات ذلك ) او ( الجهاد لابن أبي عاصم ) [6] کې  راوړی، خو تعجب دا دی چې د ابن بشران په روایت کې د متن په سر کې ځانګړنې شپږ وايي،  خو چې متن ګورې هلته کټ مټ همدا پورتنۍ د طبراني رحمه الله په روایت کې یادې شوې ځانګړنې دي. یعني په متن کې ۹ ځانګړنې دي او په لومړي سر کې ویل شوي چې ۶ دي. او ابن ابي عاصم د متن په سر کې اوه ځانګړنې وايي، خو په متن کې ۹ ځانګړنې دي.

امام احمد رحمه الله یو بل ځای وايي: ( عَنْ قَيْسٍ الْجُذَامِىِّ – رَجُلٌ كَانَتْ لَهُ صُحْبَةٌ – قَالَ قَالَ النَّبِىُّ -صلى الله آعليه وسلم- « يُعْطَى الشَّهِيدُ سِتَّ خِصَالٍ عِنْدَ أَوَّلِ قَطْرَةٍ مِنْ دَمِهِ يُكَفَّرُ عَنْهُ كُلُّ خَطِيئَةٍ وَيُرَى مَقْعَدَهُ مِنَ الْجَنَّةِ وَيُزَوَّجُ مِنَ الْحُورِ الْعِينِ وَيُؤَمَّنُ مِنَ الْفَزَعِ الأَكْبَرِ وَمِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ وَيُحَلَّى حُلَّةَ الإِيمَانِ )[7]

له قيس الجذامي څخه روایت دی – دې سړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحبت درلود ـ وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:  شهید ته شپږ ځانګړنې ور کول کېږي: ۱ – له لومړي څاڅکي وینو تویېدو سره هره ګناه ورته بښل کېږي، ۲- په جنت کې خپل ځای ویني، ۳ – حورې ورته په نکاح کېږي، ۴-  له لوی ډار او ۵- د قبر له عذاب څخه په امن کېږي، ۶- د ایمان په ګاڼه پسلول کېږي.

د امام احمد رحمه الله ددې او مخکني روایت تر منځ توپیر په شپږو کې نه، بلکې خپله په ځانګړنو کې دی، دالمقدام په روایت کې ځانګړنې شپږ ویل شوې دي، او د حدیث په متن کې اوه دي،  د ( قیس الجذامي ) په رویات کې شپږ ویل شوې دي او د حدیث په متن کې هم شپږ دي. خو د دواړو روایتونو ځانګړنې یو ډول نه دي، د المقدام رضی الله عنه په روایت کې ( حلة الایمان ) نشته، او د قیس الجذامي په روایت کې ( تاج الوقار ) او ( یشفع في سبعین ) نشته.

که دواړو روایتونو ته وګورو ځانګړنې اته کېږي، اوه د المقدام رضی الله عنه په روایت کې راغلې دي، او یوه بله( حلة الایمان )  چې په نوموړي روایت کې نشته د قیس الجذامي په روایت کې راغلې.

همدا خبره امام قرطبي رحمه الله په خپل کتاب ( التذكرة في أحوال الموتى و أمور الآخرة ) کې كوي، نوموړی وروسته له هغه چې د ترمذي او ابن ماجه روایتونه راوړي، وايي: ( د ترمذي او ابن ماجه په ټولو نسخو کې شپږ ځانګړنې یادې شوې دي، خو د حدیث په متن کې اوه دي، او د ابن ماجه په روایت کې چې ( ویحلی بحلة الایمان ) راغلي اته کېږي. ابو بکر احمد بن سلمان النجاد[8] په خپل سند سره له المقدام رضی الله څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ( للشهید عند الله ثمانیة خصال ) [9]

امام قرطبي رحمه الله دا ټکی یاد کړی، خو دا چې ولې د حدیث په سر کې شپږ ویل کېږي او په متن کې بیا یا اوه وي، یا اته، یا نهه؟ په دې اړه یې څه نه دي ویلي.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – رواه الترمذي, باب في ثواب الشهید، وقَالَ هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحٌ غَرِيبٌ، و رواه ابن ماجه، باب فضل الشهادة في سبیل الله. وأحمد،  حدیث المقدام بن معدیکرب.

[2] مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح، کتاب الجهاد.

[3] – تحفة الأحوذي, باب ثواب الشهيد, ج 4, ص 238.

[4] – حاشیة السندي علی ابن ماجه، باب فضل الشهادة في سبیل الله. الجامع لأحکام القرآن ( تفسیر القرطبي ) لابي عبد الله محمد بن احمد الانصاري القرطبي، ج ۴، ص ۲۷۵.

[5] –  المعجم الكبير للطبراني, ج 15, ص 202, مسند الشاميين للطبراني, ج 4, ص 26. مصنف عبد الرزاق الصنعاني, ج 5, ص 265.  مصنف ابن أبي شيبه کې هم دا ډول روایت راغلی، ج 5/  ص 265 حديث رقم: 9559

[6] امالي ابن بشران، باب: إن للشهيد عند الله: قال الحکم, الترغيب في فضائل الاعمال و اثبات ذلك, لابن شاهين, باب: للشهيد عند الله سبع خصال, الجهاد لابن ابي عاصم, باب: للشهيد عند الله سبع خصال. أبو عبد الله الدقاق په خپل کتاب: مجلس إملاء لأبي عبد الله محمد بن عبد الواحد بن محمد في رؤية الله تبارك و تعالي. باب: مجلس يوم الجمعة العشرين من شهر ربيع الأول سنة أربع وعشرين, المؤلف : محمد بن عبدالواحد بن محمد الأصبهاني أبو عبدالله الناشر : مكتبة الرشد – الرياض, الطبعة الأولى ، 1997, تحقيق : الشريف حاتم بن عارف العوني, عدد الأجزاء : 1

[7]  – مسند امام احمد, حديث قيس الجذامي.

[8] – النجاد (253 – 348 ه = 867 – 960 م) أحمد بن سلمان بن الحسن بن إسرائيل، أبو بكر النجاد، په خپل وخت کې په بغداد کط شیخ العلماء و، حنبلي مذهبهو او د احادیثو له حفاظو څخه دی، د عمر په آخر کې یې سترګو لید نه کاوه، ډېر کتابونه یې لیکلي، مشهور یې ( السنن ) دی، همدا رنګه ( الخلاف ) تقریبا په دوه سوه جلدونو کې دی، الأعلام للزركلي, ج 1, ص 131.

[9] – التذكرة في أحوال الموتى و أمور الآخرة, ص: 134.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x