شعـــــرونه

غزل – جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

په یادو دې ویلي کېږم لکه شمعه
په ژړا ژړا ســوځېږم لکه شمعه

ستا لپاره، ستا په مینه، ستا په غم کې
د هـر چا مـــخ ته بلېږم لکه شمعه

زه په دې خاطر چې تاته رڼا درکړم
له خپل ځانه هم تېرېږم لکه شمعه

رنګ مې ستا له نوراني رنګه رنګ واخیست
په تیــارو کې چې ځلېږم لکه شمعه

سره یو مې شوه ښکلا او اوښکې دواړه
خود به هر چاته ښکارېږم لکه شمعه

“خدرخېل” یار دې چې ستا په مخکې مرمه
په خپل ځان هم نه پوهېږم لکه شمعه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x