
د اوسمهال فرعون!
ژباړن: عبدالمالک همت
د مصر د فرعونانو د نورو بدنامیو ترڅنګ يوه لویه بدي او بدنامی داوه چي هغو غوښتل د موسی علیه السلام په قوم (بني اسرائيلو) کي د موسی علیه السلام د زېږېدو د مخنيوي لپاره په زرګونو کوچنیان ووژني. د تقدیر کار دی موسی علیه السلام بیا هم د هماغه فرعون په کور کی پیدا سو او د فرعون ټول تدبیرونه بې ګټي سول.
دادی اوس د دغو فرعونانو له وختو څخه زرګونه کلونه تېر سوي دي او انسانان د دغو فرعونانو د دغو غیر انساني کړنو او د کوچنیانو د وژنو په اړه ډول ډول کيسې کوي. خو د معصومو کوچنیانو په عام وژنه کي فرعون يواري نه دی. د حضرت موسی علیه السلام هممهالی فرعون، تر هغه دمخه او تر اوسه نړۍ له دغسي فرعونانو څخه ډکه ده، چي د واک په نشه کي، د خپل اقتدار د دوام لپاره د موسی د پیدا کېدو د مخنيوي په موخه هلي ځلي کوي.
د مصر د فرعون پر لار باندي د تلونکو، کوچني وژونکو واکمنانو څخه یو هم د يوګنډا پوځي ديکتاتور ”ادي امین دادا“ له ۱۹۷۱ع.کال څخه تر ۱۹۷۹ع.کال پوري خپل خلک په داسي بې رحمي سره ووژل چي د نهو کالو په موده کي يې د اتیا زرو تنو کوچنیانو په ګډون پنځه لکه تنه تر تېغ تېر کړل. د يوګنډا هيڅ داسي کلی، کوڅه او ښار نه دی پاته چي د ” امین دادا“ اجرتي وژونکو دي د کم عمر ماشومان نه وي پکښی وژلي. د ده په وختو کي په عامو محضرونو کي د ښځو پر عصمت باندی د تېريو د پېښو په اورېدو سره د انساني فرهنګ سر له شرمه ټيټ اوسي.
د کوچنيانو په عام وژنه کي د مهال په ډېرو نوم بدو واکمنانو کي د”Attila the Hun” (آټيلا، د هون د قوم واکمن) نوم هم د دغه نوملړ په سر کي راځي. آټيلا د هون د امپراتورۍ (چي پر اوسنيو اروپايي هيوادونو باندي مشتمله وه) تر ۱۹ کالو پوري مطلق العنانه واکمن وو. هغه پتېیلې وه چي د ده په واکمني به نارینه اولادونه ډېر لږ وي، څو د ده د حکومت له دننه څخه د کومي خطرې احتمال نه وي. دغه د ګاونډيو هيوادونو لاندي کوونکي واکمن خپلو پوځیانو ته امر کړی وو چي د ده د هيواد په شاوخوا ملکونو کي هم کوچنیان قتل عام کړي. د هغه پوځیانو به د دانيوب سیند پر شاوخوا سیمو بریدونه کول او بشپړ کلی او ښارونه به يې ورانول او بیابه دغه واکمن خپلو هغو پوځیانو ته چي ډېر کوچنیان به يې وژلي ول انعامونه ورکول.
د مغولو د سلطنت بنسټ ايښووونکي چنګيزخان انسان دښمنی متل ګرځېدلې ده. د فتوحاتو په لړ کي چي به د هغه پوځیان له کومو ځايونو څخه تېرېدل انسانان، څاروي آن چي وني او فصلونه ټول به يې د خاورو سره برابرول. د چنګېزیانو د ځناورتوب کچه له دې څخه هم په ګوته کيږي چي دغو وګړو د خپل مذهب پیروان لا هم نه معافول. د دغه ويني بهوونکي ټاړاکګر د واکمنۍ په وختو کي په لکونو ماشومان ووژل سول.
د شلمي پېړۍ په ويني بهوونکو واکمنانو څخه یو هم د کمبوډیا لومړی وزير پول پوټ دی. پول پوټ د بېګناه انسانانو د وينو څښلو دونه تږی وو چي د هغه په حکم په لکونو وګړي په ډېره بې رحمي سره ووژل سول. کوچني کوچني ماشومان به يې د هغو د ميندو له غېږو څخه اخيستل او د اور لمبو ته به يې غورځول. کله کله به يې داسي هم کول چي کوچني هلکان به يې په رسیو تړل او د غرونو د څوکو له پاسه به يې ژورو کندو ته غورځول. داسي به يې هم کول چی کوچنیان به يې وږي کول، څو له دې امله ومري. په هغو به يې په زور درانه کارونه هم کول. کله چي به وږي تږي ماشومان بې هوښه سول، هغوی به يې سپیانو ته اچول.
پر ماشومانو باندي له سختو ظلمونو ترسره کوونکو څخه د روسیې ” څلورم ايوان“، د جرمني اډولف ایکمن، اډولف هيټلر، د بلجیم دوهم ليوپول او د شوروي اتحاد د مهال جوزف سټالین هم دي. اوس هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د فرعونانو کمی نسته.
د اوس مهال يو فرعون د منظم حکومت په بڼه د دې نړۍ په نقشه کی موجود دی. د دغه فرعون په لاسونو له ۱۹۴۸ع.کال څخه تر اوسه پوري د فلسطین د خلکو څو نسلونه تر تېغ تېر سوي دي. په فلسطین کی د اسرائيلو د حکومت تر بنسټ ايښوولو وروسته تر اوسه پوري داسي ورځ نه ده تېره سوې چي کوم فلسطينی کوچنی شهید، ټپي یا نيول سوی نه وي. په فلسطین کی په تپل سوو جنګونو کي کوچنیان په ډېري آسانۍ سره د ښکار په توګه په نخښه کيږي.
د ۲۰۱۴ ع.کال په منځ کي د غزې د تراډي پر خلکو باندي د تپل سوي جګړې په بهير کي له دوه زره دوه سوو تنو شهيدو سوو کسانو څخه ۵۶۰ تنه ماشومان ول. له ۱۹۶۷ع.کال راوروسته اتیا زره تنه فلسطیني ماشومان زندانونو ته اچول سوي دي. له ۲۰۰۰ع.کال راوروسته تر اوسه پوري دوولس زره تنه نوي فلسطیني ځوانان نيول سوي دي او تر څلورو زرو تنو زیات شهیدان سوي دي. په فلسطين کي د اکتوبر له لومړيو څخه د روان تحریک په بهير کي د صهيونيستو پوځیانو له خوا د زیاتو فلسطيني شهیدانو عمرونه ۱۸ کاله او یا تر دې لا هم کم دي.
د کوچنیانو په عام وژنه کی د فرعون نوم یاد سوی دی، خو دا کيسه اوس ډېره زړه سوې ده. د انساني شعور د بشپړتيا په دې پېر کي هم په فلسطین کي د صهیونیستانو په لاسونو په زندانونو کي پر معصومو ماشومانو داسي زړه بوږنوونکي ظلمونه کيږي چي تر فرعونی ظلمونو په هيڅ ګون کم نه دي. کوچنیان د اسرائيلي پوځيانو له خوا په مرميو ويشتل کيږي او تر ټپي کېدو وروسته پر لارو او سړکونو غورځول کيږي. هیڅ مرسته رسوونکي ته اجازه نه ورکول کيږي چي د دغه د اسرائيلو د ظلم ښکار سوي زخمي سره څه مرسته وکړي. صهيونست ځناور د دغو په وينو کي د لت پت فلسطيني ماشومانو له غورځېدو راغورځېدو او شهادت څخه خوندونه اخلي.
له بده مرغه نړۍ پرفلسطيني ماشومانو، ښځو ، ځوانانو او بوډاګانو باندي هره ورځ دغه ظلمونه ويني، خو بیا هم فلسطینیان ترهګر بولي. د مصر د فرعون ګومارلو سوو کسانو چي به د کوم اسرائيلي په کور کي کوم کوچنی زېږېدی هغه به يې واژه، خو د اوسمهال فرعون د جنایتونو کړندود د مصر د فرعونانو تر کړندود زیات وېروونکی او زړه بوږنوونکی دی. د اتو، لسو کالو کوچنیان تر نيولو وروسته د مرګ کوټو ته واچوي. د دې لپاره چي پر جرم باندي اقرار په وکړي د ګوتو نوکان يې باسي. د برېښنا کرنټونه ورکوي. په پښو يې وځړوي او په ډنډو يې وهي. د ظلم او تشدد ټول وسایل پر استعمال کړي او کوچنی یا شهيد کړي او یا یې د تل لپاره معیوب او معذور کړي.
لنډه داچي د اوسمهال اسرائيلي فرعونان پر بې دفاع ماشومانو باندي داسي ظلمونه کوي چي د پخوانيو مصري فرعونانو ظلمونه او تېري ورته هيڅ دي.
مشر ورور عبدالمالک همت صاحب!
تاسو د نورو هیوادو فرعونان یاد کړي ، مګر د خپل هیواد افغانستان فرعونانو ته مو هیڅ اشاره نده کړې . خصوصاََ د انګریز د دا بل ازراییل (پنجابستان) او د هلاکوو او چنګیز بقایا (فارسثتان!) ا.د.ن. په دا راوروسته ۳۰ کلونو کې څومره د جنت ګلونه (ماشومان) په ډول ډول وسلو، شکنجو، جنسي تجوزاتو، ځانمرګیو ا.د.ن. پاک شهیدان کړي؟؟؟؟؟ ف.+ر.+ع+و+ن. یان.