په دې صورتونو کي د الله سزا ته منتظر اوسئ

عبدالمالک همت

لوى څښتن سبحانه د قرآن کریم په توبه سوره کي خپل پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته لارښوونه وکړه چي خلکو ته دا حقيقت په ډاګه کړي چي د الله او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم مينه او محبت ايجابوي چي دا محبت پر نورو ټولو محبتونو باندي لوړ وي او ويې فرمايل:

﴿قُلْ إِنْ كَانَ آَبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ (24)﴾ [التوبة: ۹ : ۲۴]

ژباړه: (اى پيغمبره! مسلمانانو ته) ووايه چي: ” که ستاسي پلرونه، زامن، وروڼه، مېرمني او خپلوان او هغه شتمنۍ چي تاسي ګټلي او په لاس راوړي دي او هغه سوداګري چي تاسي يې(د مومنانو سره د کافرانو د شلوون او مقاطعې له امله ) د بازار له ماتېدو او را لوېدو څخه په بېره کي ياست او (د اوسېدو) هغه(ښکلي) کورونه (اوماڼۍ) چي تاسي يې خوښوئ، تر الله او د هغه تر پيغمبر او د هغه په لار کي تر جهاد درتېر وي او درته ګران وي، نو سترګي پرلار اوسئ څو الله خپله پرېکړه پلې کړي(پر تاسي باندي د لوى څښتن عذاب ته انتظار وباسئ څو د سزا پرېکړه درباندي پلې کړي). او الله فاسقان د مقصد تر منزله نه رسوي(الله له خپله طاعته سرغړوونکو ته د نېکمرغۍ پر لور لارښوونه نه کوي)“.

دا هغه مضمون دی چي په قرآن کریم کي په بېلو بېلو ځايونو کی بیان سوی دی. وګورئ: آل عمران (۲۸) او (۱۱۸) آیتونه، المائده(۵۱) آیت او المجادله (۲۲) آیت.
په دې آيت کي څرګنده سوه چي مور، پلار، ورور، خور، مېرمن او اولاد ، شته، ښکلي کورونه او بلډینګونه  او جايدادونه ، سوداګري، شرکتونه، قراردادونه، دفترونه او کسب اوکار ، چوکۍ ، موټران او ارګاه او بارګاه، ټول د لوى څښتن نعمتونه دي، په ژوندانه کي اړين دي ، ارزښت يې منلى دى او د انسانانو په زړونو کي يې مينه هم طبيعي ده، يعني بده نه ده، خو که د دغو مينه د لوى څښتن او د هغه د پيغمبر تر ميني زياته سي، لکه همدا اوس چي په ځينو کسانو کي په څرګنده لیدل کيږي او د لوى څښتن په لار کي د جهاد او د هغه د نورو احکامو د پلي کېدو په لار کي مانع وګرځي، په تېره هغو کسانو ته چي پخوا يې د مجاهد او طالب او ملا په نومونو غټ غټ امتیازات ترلاسه کړي وه او اوس لګیا دي ژر ژر د امريکایانو ډالر په جيبونو منډي او په مقابل کي يې چوپړ ورته وهي او رکون او تمایل ورته ښيي، نو دا بيا د لوى څښتن د سختي ناخوښۍ او د عذاب لامل ګرځي او هغه فسق او نافرماني باله سي چي له امله يې انسان پر سمه لار باندي له تلو څخه بې برخي کيږي. لوى څښتن مو دي له دغسي حاله وساتي.

بله خبره داده چي دغه آيت شريف هغو کسانو ته چي له جهاد کولو څخه په ډول ډول بې بنسټو او نامعقولو عذرونو او پلمو ځانونه کاږي او د امريکایانو تروزرو لاندي يې سرونه لېپه کړي دي ، ډېر لوى ګواښ او تهديد دى.  دغسي کسان په دې مهال کي خورا زيات سوي دي. دوى د دې پر ځاى چي له دې امله له خدايه په بېره او اندېښنه کي وي او له خلکو وشرميږي ، له ځانه ډېر راضي هم وي اوله  لويه څښتنه ډېري لويي لويي هيلي او غوښتني هم لري. په داسي حال کي چي دوى د لوى څښتن د عذاب وړ باله سي. توبه د لوى څښتن له خښم او عذابه.
د حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم صحيح حديث دى:

«إِذَا تَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْ بِالزَّرْعِ، وَتَرَكْتُمُ الْجِهَادَ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَا يَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ».(ابوداود، کتاب  الاجارة [البيوع]، باب في النهي عن العينة، ٣٤٦٢ حديث. دغه  حديث  شيخ  الباني صحيح بللى دى).

ژباړه: کله چي مال د يوې ټاکلي مودې په پور خرڅ کړئ او بيا يې تر هغې بيي په لږ بيه په نغدو رانيسئ او کله چي (د جهاد په وخت کي) د غويو لکۍ ونيسئ او په کښت او کرنه خوښ سئ (يعني جهاد ته  شا کړئ او په خپل کښت او کرونده او کار وبار اخته سئ) او د لوى څښتن جل جلاله په لار کي(د دين د دښمنانو سره په شتو، ژبه او ځان ) جهاد (کوم چي په هغه سره د لوی څښتن د دین اعزاز رامنځ ته کيږي) پرېږدئ، نو لوى څښتن به ضعف اوذلت او خواري درباندي راولي او تر څو خپل دين ته (د دين نصرت او د هغه د چارو سمښت او سمبالښت ته) بېرته ور ونه ګرځئ، هيڅکله به يې در څخه ليري نه کړي.

يادونه:

د دې ذلت لامل ـــ والله اعلم ـــ دادی : څنګه چي  دغسي کسانو د الله په لار کي جهاد ـــ کوم چي په هغه سره د اسلام د مبارک دين اعزاز او غلبه رامنځ ته کيږي او پر نورو ټولو دينونو باندي غالب کيږي ـــ پرې ايښی دی او د دین د دښمنانو تاييد او ملاتړ ته يې ملاتړلې ده، نو لوی څښتن به د دوی سره هم د دې چارو پرضد معامله وکړي او دوی به ان شاء الله ډېر ژر په ډېره بده خواري او ذلت اخته کړي او دغه خوړلي ډالر به بېرته په قی کړی.

بل دا چي په پورتني آيت کي د الله او د هغه د رسول د ميني او محبت او د بل هرڅه پر محبت باندي د دغه محبت د وړاندي والي پر وجوب باندي لوى دليل دى.

نو لکه چي پوهيږو د ویناوو او د خولې د خبرو ډېر ښه محک عمل او کار او کړنه ده، نو څوک چی په خوله د جهاد او مړاني او غیرت او د شهادت د مړيني د غوښتني غوري وهي اما په عمل کي موزیګی او ډارن خيژي او د غلیم پر ژرنده اوبه ورتويوي، دا کسان دي پورتنی آیت او حديث يو ځل په دقت سره  ولولي او بیا دی په خپله قضاوت وکړي چي دوی د چا نصرت کوي، د خدای او که د خدای د دښمنانو؟ او د الله جل جلاله او د هغه د پیغمبر  صلی الله علیه وسلم به ښه ځني راځي، که بد؟ والسلام.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د