شعـــــرونه

د وطن فرياد

عبدالبصير منيب

اوښكې مې بهيږي ځكه درد د ګران وطن لرم
نه يم بى احساسه زه ټاټوبۍ او ګلشن لرم

نلرم سكون دلته، يم د بل وطن پردېس
كور لرم مدفن سره، ولس زه عزتمن لرم

دلته دير غمجن يمه خوار يم مهاجر يمه
نشته دى سكون دلته، هلته خپل چمن لرم

څه وكړم نه ژوند هوسا، نه شته دی سکون ارام
هلته په هيواد كې كه غربت دى خو مسكن لرم

نشته محبت دلته ژوند د ځان ځانۍ لرو
هلته خپل هيواد كې، زه ژوند خوږ او پتمن لرم

دلته دې ماحول کې دود دی يو مخلوط کتلور
هلته په هيواد كې زه كلتور خپل شتمن لرم

نه لرم د شپې ارام ورځ هم سرګردانه ده
هلته زه ولس سره جونګړه او ګلبڼ لرم

درد لرم رنځور يم لالهانده پريشان يمه
درد دى د غمونو، ځكه تل احساس دردمن لرم

بس دی نور منيبه له هجران شکوې مه کوه
هيله د اقبال سره راتلونكې زه خوږمن لرم

د ليندۍ ٦، ١٣٩٤ لمريز كال د آرام اقيانوس د سواحلو تر څنګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x