ناټو له سره په افغانستان کې بمبارۍ پیلوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹، ۱۳۹۴ ل): په کابل کې د بهرنیو ځواکونو ویاند ویلي چې دوی به د راتلونکي کال د جګړې په موسم کې یو ځل بیا بمبارۍ پیل کړي، او هڅه به وکړي چې د افغاني ځواکونو سره د همغږۍ په ترڅ کې د ملي تلفاتو مخنیوی وکړي.

نوموړي ویلي چې مونږ به افغاني ځواکونه یوازي پرې نه ږدو، بلکي هغوی ته به د غوښتني سره سم بشپړ هوايي ملاتړ ورکړو.

امریکايي جنرال دغه خبري په داسي وخت کي کړې، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو له لوري د افغانستان په مختلفو برخو کې د شپنیزو عملیاتو خبرونه ورکول کیږي.

د یادوني وړ ده، بهرنیو ځواکونو د افغاني ځواکونو په ملاتړ په کندوز ولایت کې هم بمبارۍ وکړې، چې له کبله یې د زیاتو ولسي وګړو د کورونو بمبارولو تر څنګ د کندوز یوازینی لوی روغتون هم بمبار کړ، چې له کبله یې د ډاکټرانو، نرسانو او ناروغانو په شمول تر ۳۰ زیات وګړي ووژل شول.

د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند امریکايي جنرال ولسون شافنر تیره ورځ دغه خبري رسنیو ته وکړې، او زیاته یې کړه چې دوی به د افغاني ځواکونو سره په همغږۍ عملیات کوي تر څو د هیواد په سرتاسرۍ کې امنیت تامین شي او سوله راشي.

باید وویل شي امریکا د تیرو ۱۴ کلونو راهیسي په افغانستان کې د طالبانو په خلاف جنګیږي، په دغه موده کې د هیڅ شکنجې او وسیلې څخه یې دریغ نه دی کړی خو بیا هم په دغه هیواد کې جګړه ورځ تر بلي توندیږي.

د کارپوهانو په اند د افغانستان د معضلې حل یوازي په سیاسي لارو چارو ممکن دی، که په جګړو حل کیدلای، نو د تیرو ۱۴ کلونو راهیسي به نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د امنیت په تامینولو توانیدلی وای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د