افغانستان

د «اسيا» خصوصي تلويزيون مشر ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹، ۱۳۹۴ ل): د «اسيا» خصوصي تلويزيون مشر امان الله عطايي بيګا شپه د کابل په نهمه کارته کې ووژل شو.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي جرمونو د څېړنو مشر مل پاسوال فريدون عبيدي رسنيو ته ويلي چې پېښه بيګا دشپې رامنځته شوې ده او د امان الله عطايي د مرګ په تور يې دوه تنه نيولي دي چې يو يې د بريالي رحماني په نامه د عطايي باجه او بل یې اوښی دی چې د عطايي په قتل تورن دي.

د عبيدي په وينا بريالی او اجمل د عطايې له وژلو وروسته د نشې په حالت کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې بريالی د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو د کنټرول رياست مرستيال او اجمل هم د ياد رياست کارکوونکی و.

عبيدي وويل چې تر اوسه د عطايي د وژل کېدو لامل معلوم نه دی.

اسيا خصوصي تلويزيون په دې وروستيو کلونو کې په بلخ، ننګرهار او هرات کې خپرونې پيل کړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x