نظــر

نشنلستی د نړیوال استعمار خطرناکه وسله ده

پښتو کی یو متل دی وایی : چه میږی ته خدای په قهر شی وزری یی کوی ، نو دغه ادبی بهیرونه  ، هسی په تشه خوله پشتونولی    (خو اصل کی د پښتنو کشول کفر ته ) ، شعر اوشاعری ، د مجاهدو مشرانو تصویرونه  ، قهرمانانه او انقلابی نومونه او شعار دا ټول پوچ او  د وخت وژل دی ، هو ګټه لری خو مونږ د پاره نه  ،( د مسلمانو پشتنو  د د شمنانو د پاره) چه هغه نړیوال کفر او یا دجالی استعمار او یا د دیموکراسی شیطانی دین او یا د نړیوال ګوند ( ماسونیزم ) دی ،  د پاره ګته لری . دا چه ما یاد کړل دا تول یو نوم ،یو خلک، یو شیطانی سیستم  او یا نظام  دی( چه ایزمونه یی   لوی  او کوچنی څانګی دی) ، 

دوی د  دی  ډول عبث او بیکاره شیانو  په واسطه چه شعر او شاعری او نور دی  د خلکو مغزونه پریمنځی  او د بل خوایی له اسلامیت او انسانیت څخه د تاریکیو او چهالت ته چه د دچال فتنه ده ټیله کوی، لږ سوچ او فکر په کار دی دا کار به پښتنو او پښتونولی  ته څه ګټه ولری ؟ . غیرله دی چه د پښتنو دښمنان به زیات او دوستان به یی کم کړی.
  مشکل دا نه دی چه د پشتنو حق( په دی چه دوی پښتانه دی) ځکه  خوړل کیږی ، یا  په پښتنو ظلم کیږی څکه چه  دوی پشتانه دی؟ ( نه هیڅکله نه )  د پښتنو ګناه داده چه( دوی  ولی مسلمانان  دی)  او ولی د اسلامی نظام  د پیاده کیدو  د پاره  جهاداو  قربانی ورکوی  .
پښتونواله نړیوال دجالی استعمار ته د سترګو اغزی نه دی بلکه  (د پښتنو مسلمان بودن څخه کرکه لری ) پښتونواله  کوم نظام نه دی ،  په  پښتنو څکه ظلم کیږی چه هغوی د دیموکراسی په ضد انسانی او له عواطفو ډک اسلامی نظام غواړی چه نړیوالوته سوله او هوساینه تضمین کوی ، استثمار له منځه وړی  ، د انسان غلامی له انسانه لری کوی ، ټول انسانان د یو الله ج غلامی ته رابولی .
نو د نړی ظالمان او استثمار ګر باید  د داسی  خلکو او د داسی نظام سره   مخالفت ، دشمنی اوکرکه ولری  ، د استعمار  پشتانه ځکه  بدی شی . دا چه سندرو کی وایی چه ( زما لویه ګناه داده چه پښتون یم ) دا هم د دجالی ایزمونو ترانه او د استعمار په دستور جوړه شوی ده ، او دی ته ورته  په زرونو نوری هم لری  لکه چه وایی ( زه  به جنت ته د پشتو سره ځم ) او داسی نوری  او نوری  او یا وایی چه  د پشتنو د فرهنک پنځه زره او لا ډیر کلونه کیږی او د اسلامی فرهنک یواخی څوارلس سوه کلونه  وشول  یعنی هڅه لری چه  له پښتونوالی دین او له پشتو قران جوړ کړی .
پشتونواله  د وینی د شریکیدو  اړیکی او احساس  دی ، (او  د ډیرو وینو ته خو  سوچه توب  هم  نه دی پاتی ) د روسانواو امریکایانو یرغل زمونږ  وینی هم له نورو قومونو سره ګډی کړی (  یا په خوشه او یا په زور)  همدغه نشنلیستان سری برګی ښځی لری  ، بچی یی  څه له روسانو او څه د لویدیزو قومونو وینه لری ، په کورونو کی په پشتو خبری نه کوی خو هغوی بیا انټرنت کی  ناست وی مونږ ته نوی پشتو زده کوی او دا پښتو زده کولو ته جهاد وایی دا ځکه چه د استعمار له خوا ورته همداسی ویل شوی دی چه تاسی له ژبی څخه دین جوړ کړی  او خلکو ته د ټوپک پرځای د قلم  کارولو ترجیح ورکړی  او دا هم خلکو ته وایی چه د استعمار سره ګذاره کول په کاردی  یعنی غلامی کومه لویه خبره  نه ده  مهمه خبره داده چه  د استعمار په غوزانو په خیټه ماړه او په تن پټ پاتی شو  ، دچالی استعمار ددی وینو د اړیکو څخه د قومی تعصباتو د راپاریدو د پاره کار اخلی  چه هر قوم باید له نورو ځان پورته وګڼی  او دا کار  د قومنو ترمنځ جنګونه او  ویشل رامنځته کوی  ( چه وویشه او حکومت وکړه ) .
قومیت په ټولنه کی  د یو لوښی ماهیت او  نظامونه به کی د کتغ او ننګولی حیثیت لری  ،هو پشتانه د نورو قومونو پرتله تر ننه پوری په نسبی ډول خالص  پاتی شوی دی چه همدا کار ددوی د صداقت یو دلیل هم کید ی شی ، پښتنو اسلام په ډیر زور قبول کړی خو اوس یی په اسانه یی نه پریږدی ، اوداچه پښتانه خالصیت اومخلصیت  لری  اواسلام هم یواځنی دین دی چه انسانی کرامت ساتی او حرص له منځه وړی نو دا دواړه ممتازه صفتونه که سره یو ځای شی یعنی د اسلام  پرمخ تللی  یا د سولی او  هوساینی نظام   په یو پاک بدن(لوښی ) کی چه هغه پشتانه دی ، یوځای شی  نو له پشتنو څخه د نړی قهرمانان جوړوی  یعنی  که له بشتنو دغه پاکه روح ( اسلام ) ایسته شی  پشتانه ( بدن) مړو شمیرل کیږی او د قران عظیم شان هم یاده کړی ده ( هغو چه د الله لیار یی نیولی او دالله ح به لیار کی  قربان ورکوی  د هغو سره  چه  داسی نه دی  د مړو او ژوندو مثال لری). دی کی شک نشته چه  نړیوال استعمار ټوله  نړی خپله  کړی او غلامه کړی ده ، پشتانه یواځنی  خلک دی چه د ټولی کفری نړی یی د غلامولو  هڅه وکړه  مګر وسه یی ونه شوه  دا ځکه چه د ایمان د زور په مقابل کی هره وسله  بی ګټی او بی اغیزی ده  ، د ایمان زور د الله ج زور  دی نو څوک دالله ج د جنګ او مقابلی زور لری  ، الله ج په قران کی  په کراتو کراتو  فرمایلی دی هغوی چه زما نافرمانی یی کړی وه او یا زما سره یی جنګ کولو ته زړه ښه کړی وو تاسی یی اثار وګوری  لکه فرعون څرنګه می هلاک کړل  له هغو پندواخلی .

الله جل جلاله لکه انسانان یی چه یو له بله  بیل پیدا کړی دی ، هر چاته یی څه زیات او څه کم ورکړی دی  په همدی ډول  د نړیوال کلی قومونه یی هم  داسی متفاوت پیدا کړی دی  د مثال په ډول لکه انګریزان   چه د نړی  ډیر فریب کاره  قوم دی  عربان او پشتانه هم  ډیر سخت دریزه  مخلص او غچ اخستلو کی له ټولو مخکښ قومونه دی  الله ج  دا دواړه قومونه  داسلام د خپرولو او ساتلو د پاره له اوله غوره کړی  وو چه په عربانو یی اسلام شرق او غرب ته ورساوه  او په افغانانو یی په دی دجالی سیستم که د لویدیز له حملو وساتو او ساتی به یی ( ان شالله )  تاسی د تاریخ پانی واړوی  داسی نه ده چه پرون یی  د کمونیزم جنازه پورته کړه او نن یی د کاپیتالیزم  څنګدن دی  او که خدای کول  د نشنلیزم  فاتحه به هم واخستل شی  هر څوک چه  دلته راځی دفن کیږی څکه ورته  د لویو قدرتونو هدیره وایی ، پښتانه په جنګ څوک نه شی لاندی کولی  ځکه د پشتنو بدن او روح  غلامی نه منی  او غیر له یو الله جل جلاله څخه بل طاعوت ته سجده نه کوی  نو ځکه خو تراوسه ازاد پاتی دی  د نورو قومونو په شان تر اوسه غلامان شوی نه دی  ، نو  خکه خو استعمار د پښتنو دمهار کولو دپاره  د ایزمونو لړی راوویستله.  . له ټولو اول خو سرمایداری ایزم (کاپیتالیزم )  هلی ځلی درلودی  د شاهی کورنیوسره نوک او ووری وو  ، کار یی کوو  د ځینو  پشتنو پاچاهانو  په واسطه ( چه تاسی ورته بابا ګان  او قهرمانان وایی )  یی پشتو او اسلام کمزوری کړل  خو بیا به اسلامی علما وو  ورله مخه ونیوله  تر څو چه نړیوال استعمار ( ماسونیزم )  په دی بوه شو چه سرمایداری نظام  خو د افغانستان خلک هغومره چه اړه وه کمزوری نه کړل نو بیا  په دی فکر کی شو چه سرمایداری نظام ته یو رقیب پیدا کړی  چه هغه کمونیزم  وو  ،کمونیزم یی افغانستان ته هم راولیږو  چه  افغانان او په ځانګړی ډول پشتانه  له اسلامه  جلا کړی  .  
وسه یی وکړه زمونږ دوه میلونه بی دفاع مسلمانان یی شهیدان کړل  خو نتیجه یی ورنګړه  او پشتانه له پخوا زیات  په خپل دین محکم او د نړی  قهرمانان شول   کمونیزم ددی  پرځای چه اسلام له منځه یوسی، اسلام کمو نیزم ته ماتی ورکړه  او دا ویاړنه افغانانو  تر لاسه کړه یعنی مسلمانو افغانانو  دا قربانی ورکړه کمونیزم له ماتی وروسته (چه کمونستی وارسا ۲۲ ملکونه ورسره وو )  د سرمایداری ملکونو ( چه د ناتو په نوم ۴۸ ملکونه ورسره  ملګری وو)  وار راورسید   کوم چه دواړه  د یو نړیوال مقتدر ګوند له خوا چه ماسونیزم یادیږی او یا د یو شیطانی نظام لاندی چه دیموکراسی  یادیږی ،  رامنځته شوی دی . خو د نوی دیموکراسی نظام  ( شیطانی نظام ) سره  چه دین باید له سیاسته جلا کړی یعنی سکولریزم هم  را منځته کړی دی   دا دی یوولس کلونه وشول نه یواځی داچه  وسه یی ونه شوه دوی هم په ګونډو شول  او ددی پرخای چه مسلمان افغانان مهار کړی  دوی سره د تول زور او د ټولی نړی په ملګرتیا  د ماتی په درشل کی قرار لری  لکه شاعران چه په سندروکی وایی (  پړی واچول اوښانو کی  بیا کډی باریږی)  ، د دوی اوښان الوتکی او ټانکونه دی لکه څو کلونه پخوا چه روسانو خپلو اوښانوکی پړی واچول  نن د امریکا او ناټو کډی باریږی . .

دریم ایزم یی( نشنلستی ، یا فاشیزم) دی  ، دا ایزم کوم اقتصادی نظام نه بلکه قومی احساساتو او تعصباتو را پارولو ایزم  دی چه په پشتنو کی د(افغان ملت) او  فارسی وانانو کی د(ستم ملی) په  نوم  زمونږ پشتانه او فارسی زبان قومونه پری ملوث او یو دبل سره په برتریو دشمنان کړی دی  له روسانو وروسته لسیزه کی خو مو په لکونو  ورونه  ووژل شول له امریکایانو وروسته  به څه حال وی  څومره لکونه ورونه قومونه به خپل منځ کی ځانونه وژنی  او لا به د دی لوی کور د تجزی او توټه ټوټه کیدو سبب کیږی نو بیا په هر هرټوټه به یو فاشست  حکومت کوی او یوه په یوه به د استعمار پالیسی تعقیبوی   د روسانو له وتلو وروسته مونږ ددی ایزم له امله  تباه او برباد شول او د امریکایانو له وتلو وروسته به بیا دا کار تکراریږی  کوم چه اوس په شعر اوشاعری  سنګرو شاته پراته دی  او باسته پاسته  ، قهرمانه لغتونه کاروی  او په ځانونو یی انقلابی نومونه ایښی دی او د پخوانومجاهدو مشرانو او رهبرانو له تصویرونو استفاده کوی  په داسی حال کی  چه د هغو په کړنو قدم نه ږدی  چه دوی هم د هغو په شان قهرمانان شی  ( او حتی هغه پشتانه چه  د خپلو پخوانو  انقلابی مشرانو په کړنو ،   ورته کړنی لری او دهغو په قدم یی قدم ایښی دی او د هغو پخوانو  په شان د خاوری  ، خلکو او خبل دینی ځخه دد فاع  په لیار کی جهد کوی ) ، هم دا ایزمیان مخالفت کوی دشمنی ورسره کوی  هغو ته دانګریزانو په خوله دهشت ګر او تروریست وایی  ،  او  د دوی  په واسطه شهیدان کیږی تاسی د اسپندیار ولی  د ګورنری وخت وګوری  چه خپلو مسلمانو پشتنو ته  د  انګریزانو په خوله دهشت ګر وایی او په لکونو مسلمانان پشتانه یی په سوات او وزیرستان کی د مرګ میلمانه کړل  او لا دا د انسانانو قصابی لا  روانه ده او اوس د کویتی د بی ګناه خلکو وار دی .

دغه کالی څټی او د استعمار لاسپوځی  نشنلستان  دغو قهرمانو مسلمانانو ته دیو او بل جاسوس خطاب کوی تر ځو په دی دول ددوی اسلامی او جهادی روحیه او محبوبیت په خلکو کی راښکته او سوړ کړی او پشتانه د قومی تعصباتو په راپارولو د ازبکو ،تاجکو ، هزاره او ترکمنو سره  او لا د ګاونډی ملکونو سره په جنګ واچوی  او د انګریزانو او نورو کقارو د مرستی د پاره  د جهاد مخه ونیسی .

څومره چه د نشنلیزم ( ایزم) خطرناک او زمونږ د اسلامی او افغانی ټولنی  د  بربادی د پاره کار کوی هغومره د استعمار اقتصادی او سیاسی ایزمونه خطرناک نه دی  ځکه  هغه نظامونه دی  زمونږ د ملت او زمونوږ ددین او زمونږ د خلکو په مقابل کی په مجموعی ډول مخ په مخ  جنګ کوی  زمونږ د خلکو د پاره د دوست اودشمن پیژندنه پکی  اسانه وی  خو د نشنلستی ( قومی تعصباتو ) ایزم  زمونږ په ټولنه کی دننه زمو نږ ټولنیز چوړشت ویچاړوی او مونږ  له منځه منفجروی  زمونږ اسلامی هویت  په قومی  هویت بدلوی  زمونږمعنوی قوت په مادی قوت اړوی . دا چه مونږ مخکی وویل چه  پشتونولی لوښی او اسلامی نظام کتغ یا ننګولی دی نو استعماد ددغه کتغ له منځه وړلو د پاره دغه لوښی ماتول غواړی  او یا اسلام  روح او پشتانه بدن دی  ، بدن بی روحه او روح بی بدنه  ګذاره نه شی کولی که استعمار د دی ایزم په واسطه اسلام  له افغانانو ( پشتنو ) جلا کوی نو  پشتانه لکه مړه پاتی کیږی نور نو بیا پشتانه غیرت او شهامت نه لری  او نه به دغه لویه ویاړنه چه  دا ملک یی د استعمارګرو د پاره هدیره جوړه کړی ده ، په راتلونکو پیړیو کی ولری .

مونږ باید  ویښ او بیدار اوسو  دا چه ټولو پیغمرانو به خپل امت د دجال لهفتنو خبرول او اخطارونه  به یی ورکول  هغه همدغه وخت دی ، چه سیاسی ایزمونه ، انترنت او میدیا ،  نظامی پرمختګونه  ، د بین المللی مافیه یا نړیوال تروریزم په واسطه د نړیوال سیاس قدرت اخستنل ،  د دیموکراسی شیطانی یا چادوګری نظام رامنځته کیدل او بیا  د خلکو به پټو سټرګو ددغه په شرینی کی  پټ د زهری نظام خوښونه ، حلال د حرامو او حرامو د ځای نیول ، مجرمان قاضیان او قاضیان مجرمان کیدلوته نظر واچوی اوداسی  نور او نو ر  ، نو په دی به سل په سلو کی باوری شو  چه مونږ په دجالی سیستم کی ژوند لرو  ، مونږ د ډیری لوی ازموینی لاندی یو  ، مونږ باید خپلی نهای وسی په کار واجوو چه د  اوسنی ناسمو حالاتو سره مقابله وکړو  او الله ج څخه مرسته وغواړی چه مونږ ته په دی لویه ازموینه کی  بری په برخه کړی   او که د الله ج اراده دا وی چه  د دچال راتک دپاره زمینه برابرول غواړی نو زمونږ دعاګانی به الله ح ته دا وی چه یا الله ح مونږ د دجال اود دجالی سیستم له فتنو څخه وژغوری  او بس .    

په درناوی

 الحاج استاد بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x