افغانستان

ولسمشر د اروپا په شپږ ورځني سفر کې، تېر ماښام پاریس ته ورسيد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني اروپايي هېوادونو ته په شپږ ورځني رسمي سفر تللی دی، چې تېر ماښام د فرانسې مرکز پاریس ته ورسيد.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر به په پاریس کې نن – دوشنبه – د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو په هغه غونډه کې هم وینا واوري چې د اقلیم بدلون تر سرلیک لاندې جوړه شوې ده.

خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر به له فرانسې وروسته ايټالیا، المان او سويډن ته هم سفرونه ولري، چې د اوونۍ په پای کې به هېواد ته راستون شي.

سرچينه زیاتوي چې په فرانسه کې به له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې وکړي او په المان کې به د المان او افغانستان د اړیکو د سلمې کالیزې په مناسبت غونډې ته وینا واوري.

په دې اوږده رسمي سفر کې له جمهور رییس سره د هغه د حکومت شریک اجرايوي رییس عبدالله عبدالله نه دی ملګری، خو د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل او د ګلخانې ماڼۍ سلاکار محمد همایون قیومي ورسره ملګرتیا کوي.

ویل کېږي چې په پاریس کې به ولسمشر له فرانسوي چارواکو سره د پاریس د وروستۍ پېښې په تړاو هم غمشریکي وکړي.

یاده دې وي د ولسمشر په شپږ ورځني سفر کې د هېواد چارې د هغه لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x