افغانستان

کابل پوهنتون استادانو نږدې ټول کال بې معاشه تېر کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د کابل پوهنتون استادانو د تعلیمي کال له نهو میاشتو نه له تېرو اوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د کابل پوهنتون د شپې تدریس د برخې استادانو د نورو دولتي پوهنتونو له استادانو سره یو ځای تېره ورځ اعتراضیه ناسته وکړه چې پکې يې د ارګ له لوري ټاکل شوی پلاوی او د لوړو زده کړو وزیره راو بلل.

استادانو له راغلي پلاوي او د لوړو زده کړو له وزيرې غوښتنه وکړه چې د دوی د تېرو ټولو میاشتو معاشونه دي ورکړل شي.

پلاوي او د لوړو زده کړو وزیرې فريدې مومند د پوهنتون له استادانو سره کلکې ژمنې وکړي چې د دوی د ستونزو د حل لپاره به جدي هڅې کوي.

استادانو په دې غونډه کې په ټینګار سره وویل چې د دوی غوښتنې دې ومنل شي، کنه د محصلینو د دې تعلیمي کال ازموینې به وځنډوي.

د کابل پوهنتون د شپې برخې د ادبیاتو پوهنځي د عربي څانګې یو تن محصل روح الله وايي؛ چې له څو ورځو راهیسې استادان سرګردان ګرځي، چې نه د ازموینو د پیل او نه هم د نه پیل خبره ورته کوي.

خو د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دوی د شپې پوهنځي د تړلو او ازموینو د ځنډولو پرېکړه وکړه.

هغه لیکي: «پرون د کابل پوهنتون استاذانو پریکړه وکړه چې د شپې پوهنځي وتړي، امتحانونه وځنډول شول، له تیرو وه ۷ میاشتو راهیسې استاذانو ته معاشونه نه دې ورکړل شوي.»

د ګډ حکومت له راتګ سره نه یوازې په تعلیمي برخه کې مامورین د معاشونو له ځنډ یا هم نه ورکړې سره مخ شول، بلکې په پوځي برخه کې هم ګڼو پوځي چارواکو ورته شکایتونه کړي دي.

که څه هم ګډ حکومت له امریکا سره تړون د خپلو عسکري قوت لپاره مهم ګاڼه، خو لا يې هم ګڼ پوځي مسوولین د معاشونو له ځنډه سر ټکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x