fbpx

بروکسل: د ناټو غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزیران پر افغانستان غږېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې په افغانستان کې د ناټو پر ماموریت خبرې کوي.

په کابل کې د ناټو د ملکي څانګې د معلوماتو له مخې دغه غونډه به نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په ګډون جوړه شي.

يادې غونډې ته به له کابل نه د بهرنیانو عمومي قومندان جان کيمپل د ويډيو له لارې خبرې وکړي، خو د ناټو ملکي استازی اسماعیل ارمار يې له صلاح الدین رباني سره یوځای ګډونوال دی.

که څه هم د ۲۰۱۶ میلادي کال له پای ته رسېدو سره د ناټو اوسنی پوځي ماموریت چې د « قاطع ملاتړ » په نوم یادېږي هم پای ته رسېږي، ویل کېږي په دې غونډه کې به د راتلونکي میلادي کال له پای وروسته د ناټو پر ماموریت بحث وشي.

له ناټو سره د شوي تړون له مخې سږ کال د ۲۰۱۶ میلادي کال تر پایه ناټو په افغانستان کې د افغان عسکرو د روزنې، مشورې او اکمال دنده پر غاړه لري، خو لا يې هم پوځي بريدونه او شپني عملیات روان ساتلي او په ګڼو جګړو کې له افغان عسکرو سره اوږه په اوږه جګړه کوي.

یاده دې وي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له ولسمشر اشرف غني سره اروپا ته په شپږ ورځني رسمي سفر خوځيدلی، چې په دې غونډه کې به هم برخه واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د