فکري روزنه (10) – کاميابي درته سترګې په لار ده

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

کاميابي درته سترګې په لار ده

د يوه هوښيار او دانشور سړي خبره ده : هر څوک جنت ته تلل غواړي، مګر هيڅوک بيا مرګ ته تيار نه دی، سره له دې چې جنت ته له تلو د مخه يو ځل مرګ ضروري دی، همدا شان هر څوک کاميابي غواړي، ليکن د کاميابي د قيمت اداء کولو ته تيار نه وي، د اسبابو له پيدا کولو پرته ښو نتيجو ته اميد وار وي او چې کله د مطلوبې کاميابي په لاسته راوړو کې ناکام شي نو خپل پاتې ژوند بيا په الزام لګولو کې تيره وي.

کاميابه کيدل د هر انسان فطري تمنا او ارزو ده، په دنيا کې هيڅ يو انسان له دغه خواهش څخه مبرا نه دی، مګر هر څوک کاميابه کيدلی نشي، ځکه په مونږ کې زياتره خلک د خپل ځان په باره کې په دې نه پوهيږي چې څوک دی او څه کوي؟ هر کله چې مونږ له ځان څخه خبر نه يو چې زه څوک يم؟ نو تر هغه وخته مونږ د هغه څه له جوړيدو څخه قاصر يو د کوم څه جوړيدل چې غواړو.

د خلکو لوی اکثريت ناکام دی او د ناکامي يې يواځې دوه وجهې کيدلی شي، يوه دا چې دوی د خپل ټول قابليت او ذهانت با وجود نور خلک نه پيژني چې هغه څه کوي او په څه ډول يې کوي؟ دويم دا چې له هغوی سره د ژوند هيڅ کوم واضح (ښکاره) مقصد نه وي او نه په کوم مخصوص کار کې کوم مهارت لري، د ناکامو خلکو هم دوه نښې دي، يو دا چې د دوی په زړونو کې د کاميابي رښتونی خواهش نه وي او دويم دا چې دوی په کوم کار کې خصوصي مهارت او قابليت نه لري.
کاميابي چا ته ويل کيږي؟ د هغې نوعيت او ماهيت څه دی؟ د هغې ترکيبي اجزاء چيرته او څنګه ترلاسه کيږي؟ د هغې لاسته راوړونکي خلک څوک دي؟ آيا تاسو هم کاميابي ترلاسه کولی شی او که دا د يو څو خلګو ميراث دی؟ دا هغه پوښتنې دي چې ځوابونه يې همدلته پيدا کولی شی، دلته مونږ نه يواځې د کاميابي تشريح کوو بلکه لوستونکو ته د خپلې کاميابي په باره کې لاره هم ور ښايو.

په يوه ليری کلي کې يو دانا او بزرګ سړی اوسيده، کوم چې خپله زندګي د علم، غور او فکر لپاره وقف کړې وه، د ده حکمت او  دانشمندي تر ليرې ليرې ورسيده، هر خاص او عام به ورته راتلل او د خپلو مسائلو په هکله به يې ور څخه پوښتل، د ده لخوا به داسې سم ځواب ورکول کيده چې خلکو پرې د صاحب کشف ګمان کاوه، هر پوښتونکي به د ده په ځواب عمل کاوه او خپل مسائل به يې په ښه طريقه حل کول.

په دې کلي کې يو څو بد هلکان اوسيدل، دوی به هم کله نا کله د پوښتنو لپاره بابا ته ورتلل، چې په هر ځل به د بابا لخوا داسې سم ځواب ورکړل شو کوم ته به چې تل هلکان حيران وو، دې هلکانو يو ځل تصميم ونيو تر څو بابا پوښتنو ته په ځواب ورکولو کې دروغژن ثابت کړي، له ډير غور او فکر څخه وروسته يوه هلک يو چل جوړ کړ، هغه د لمدې خټې په کټوۍ کې يوه مرغۍ بنده کړه او وې ويل : بابا ته به ووايو په دې کې دننه مرغۍ ژوندی ده که مړه؟

که بابا وويل چې ژوندي ده نو به زه کټوۍ ته زور ورکړم او مرغۍ به مړه کړم: او که بابا وويل چې مړه ده نو مرغۍ خو ژوندی ده، په دواړو حالتونو کې به بابا دروغژن ثابت شي او مونږ به په خپل چل کې کامياب شو!

ټول شرير هلکان بزرګ او دانشمند بابا ته د هغه د ازمايلو او په ځواب ورکولو کې د غلط ثابتولو په نيت هغه ته ورغلل او يوه هلک ترينه وپوښتل :

بابا جانه ! په دې کټوۍ کې يوه مرغۍ ده، ته ووايه دا ژوندی ده که مړه؟

هوښيار دانشمند ټولو هلکانو ته وکتل او مسکی شو او بيا يې په پوره اطمنان ورته وويل : زويه مرغۍ ستا په لاسونو کې ده او تا ته اختيار دی چې ته هغه وژنې او که يې پريږدې، هغه بيچارګی به څه وکړي.

د دې قيصې له راوړلو څخه مو موخه دا ده چې په زندګي کې مونږ ته چې کاميابي يا ناکامي ترلاسه کيږي د هغې دار مدار زمونږ په خپل انتخاب باندې دی او دا انتخاب زمونږ د فيصلو تابع دی، په زندګي کې چې مونږ کومه کاميابي ترلاسه کوو دا زمونږ د افکارو او د کلونو کلونو د اعمالو نتيجه ده، هيڅ کاميابي يا ناکامي يو په يو نه واقع کيږي او نه هيڅ کومه واقعه د ترقي يا تنزل سبب جوړيږي.

————-

ددې لیکني نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/fikri_rozana

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د