ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۶)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د مور او پلار لپاره د بخښنې دعاګانې وکړئ [رَبَّنَا اغْفِرْ لِيْ وَ لِوَالِدَيَّ وَ لِلْمُؤْمِنِيْنَ۠ يَوْمَ يَقُوْمُ الْحِسَابُ].

ژباړه : اې ربه زمونږ بخښنه وکړې ما ته او مور پلار زما ته او مؤمنانو ته په هغه ورځ (د قيامت کې) چې قايميږي حساب.

همدا رنګه کوم وخت چې حضرت سليمان علیه السلام د ميږتون خبره واوريده نو تبسم يې وکړ او په هغه احسان باندې يې د شکر کولو توفيق وغوښت کوم چې الله تعالی په ده باندې او د ده په مور پلار باندې کړی وو :

[فَتَبَسَّمَ ضَاحِكًا مِّنْ قَوْلِهَا وَ قَالَ رَبِّ اَوْزِعْنِيْۤ اَنْ اَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِيْۤ اَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَ عَلٰى وَالِدَيَّ وَ اَنْ اَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضٰىهُ وَ اَدْخِلْنِيْ بِرَحْمَتِكَ فِيْ عِبَادِكَ الصّٰلِحِيْنَ].

ژباړه : پس تبسم وکړ (سليمان) په دغه حال کې چې خندا کوونکی وو (ور پسې تعجباً او سروراً) له وينا د هغه ميږي او وويل سليمان اې ربه زما الهام وکړه ما ته (را په برخه کړه) دا چې شکر وکړم د نعمت ستا هغه چې انعام کړی دی تا پر ما او پر مور پلار زما او بل دا چې کوم زه عمل نيک چې (په فضل خپل سره) خوښوې ته هغه او ننه باسه ما (او يو ځای کړه ما) په رحمت خپل سره په (هغو) بندګانو کې چې صالحان دي.

[ عَلٰى وَالِدَيَّ] يعنې په مور پلار باندې د الله انعام او د دوی صالح کيدل په مور پلار باندې د الله احسان دی، خو همدغه انعام په اصل حقيقت کې په اولاد باندې هم انعام دی کوم چې د اولاد لپاره موجب د شکر دی.

د حضرت سليمان علیه السلام لښکر را ټول شو، په کوم کې چې انسانان، پيريان او مرغان هر څه وو، په ګرمي کې به يې سيوری کړی وو، ټول به په خپله خپله مرتبه باندې قايم وو، کوم ته به چې کوم ځای مقرر وو هلته به اوسيدلو، کوم وخت چې همدغه لښکر له حضرت سليمان علیه السلام سره روان شو او په يوه ځنګل تيريدل چيرته چې يوه ميږتون نورو ته وويل : ځئ خپلو خپلو سوړو (غارونو) ته ننوځئ، داسې ونشي چې د سليمان علیه السلام لښکر مو چت کړي او هغوی به خبر هم نه وي.

حضرت حسن رضي الله عنه فرمايلي : د همدغه ميږتون نام هرمس وو، دی له بنو شيصان قبيلې څخه وو، دا خبره يې چې واوريده نو حضرت سليمان علیه السلام تبسم بلکې وې خندلاو په همدغه وخت کې يې دعا وکړه چې اې الله ! ما ته د خپلو نعمتونو د شکريې اداء کولو الهام وکړه، کوم نعمتونه چې تا په ما کړي، لکه د مرغانو او حيواناتو په ژبه پوهيدل او نور، همدا رنګه کوم نعمتونه چې تا زما په مور پلار کړي چې هغوی مسلمان شوي او نور، او ما ته د نيک عمل کولو توفيق راکړې.
د مفسرينو قول ده چې دا کنده (وادي) په شام کې وه، ځينو بل ځای ښودلی دی، همدغه ميږتانه د مچيو په څير وزر لرونکي وو، حضرت سليمان علیه السلام چونکه د ځناورو په خبرو پوهيدو چې په همدې خبره پوه شو نو بې اختياره يې وخندل.

الله تعالی جل جلاله فرمايي :

[رَبِّ اغْفِرْ لِيْ وَ لِوَالِدَيَّ وَ لِمَنْ دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَّ لِلْمُؤْمِنِيْنَ۠ وَ الْمُؤْمِنٰتِ].

ژباړه : اې ربه زما وبخښه ما او مور پلار زما او هغه څوک چې ننوځي کور بيړی مسجد زما ته حال دا چې ايمان لرونکي وي او (وبخښه) ګرد (ټول) ايمان لرونکي نارينه او ګردې (ټولې) ايمان لرونکې ښځې.

کوم وخت چې د زمکې پر سر کافر غرق کړی شول يوازې هغه ايمان لرونکې هستۍ پاتې شوې کومې چې له حضرت نوح علیه السلام سره د هغه په کشتۍ کې وې او د الهي حکم له مخې نوح علیه السلام هغوی له خپل ځان سره په خپله کشتۍ کې سپاره کړي وو.

چونکه د حضرت نوح علیه السلام زړه تجربه شوې وه نو ځکه يې خپله نا اميدي ښکاره کړه او وې ويل چې اې الله ! زما غوښتنه ده چې همدغه ټول کفار برباد کړی شي، که په دوی کې کوم بچ پاتې شي هغوی به د نورو د ګمراهي باعث جوړ شي، او کوم نسل چې له دوی نه خپور شي هغوی به هم د دوی په څير بد کاره او کافر شي، له همدې سره سره د خپل ځان لپاره يې بخښنه وغوښته چې اې زما ربه ! ما ته بخښنه وکړې، زما مور پلار ته او هر هغه کس ته کوم چې زما کور (بيړۍ، مسجد) ته راځي او هغه وي ايمان لرونکی .

همدا رنګه ليکل شوي :

دا د مور او پلار په اولاد باندې حق ده چې هغه د مور او پلار لپاره د خير دعا وکړي.

—————-

ددې لیکني نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/morawplar

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x