افغانستان

فرهنګي فعال او ورځپاڼه ليکونکی اسماعيل اکبر ومړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): افغان سياستوال، ورځپاڼه ليکونکی او ټولنيز فعال محمد اسماعيل اکبر د ۶۴ کلونو په عمر ومړ.

اسماعيل اکبر د هېواد په بېلابېلو دورو کې سياسي او اصلاحي مبارزې کولې چې د حفيظ الله امين د واکمنۍ پرمهال د سیاسي هلو ځلو له امله ونيول شو او زندان ته ولېږل شو.

هغه چې د سردار محمد دواد خان تر واکمنۍ پورې په زندان کې و د بندو پنجرو تر شاه يې هم خپلو سياسي هلو ځلو او مبارزو ته دوام ورکړ خو د سردار محمد داود خان واک ته له رسېدو وروسته له زندان څخه ازاد شو.

نوموړی په ۱۳۳۰ لمريز کال د جوزجان ولايت په اقچه ولسوالۍ کې دې نړې ته سترګې غړولې وې.

هغه د ژورناليزم په برخه کې د «صلح»، «ندای اسلام» او «طلوع افغانستان» د جريدو د مديريت تر څنګ د مهاجرت پرمهال له پاکستان څخه د کابل چاپ« هشت صبح» ورځپاڼې سره د همکار په توګه کار کاوه.

اسماعيل اکبر ګڼې ليکنې او مقالې هم ليکلې چې د هېواد په بېلابېلو چاپي خپرونو کې خپرېدلې او د «فصل اخر» په نامه يې يو اثر هم چاپ شوی دی.

که څه هم هغه د زیات عمر او رنځورتيا له امله کمزوری شوی و خو بيا يې هم په دې وروستيو کې يې په ليکنو، تيلويزیوني او راديويي بحثونو کې د ملي مسئلو او ستونزو د اصلاحاتو له پاره ليکنې او بحثونه کول.

ټاکل شوې ده چې د اسماعيل اکبر مړی نن د دوشنبې په ورځ د «ليندۍ ۹مه» په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x