افغانستان

وردګ: د بهرنیانو په بمبار کي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او مسجد شهید شوی

نن ټکی آسیا: د وردګ ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د بمبارۍ له کبله ګڼ شمیر ملکي وګړي په شهادت رسیدلې.

د وردګ د والي ویاند شاهد الله شاهد د پيښي تصدیق کړی او ویلي چي نن سهار د بهرنیانو الوتکو د سیداباد ولسوالۍ د حسن خیلو په سیمه کي بمباري وکړه، او لومړني راپورونه ښيي چي بمبارۍ کي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسیدلې، خو دقیق معلومات یې په لاس کي نشته.

د حسن خیل سیمي څخه یو تن اوسیدونکي یو افغانۍ رسنۍ ته ویلي چي نن سهار وختي د لمانځه په وخت کله چي کلیوال سهار لمانځه ته روان وو، د بهرنیانو الوتکو پر یوه مسجد او شاوخوا کلي بمبار وکړ، چي له کبله یې مسجد شهید او شاوخوا کورونو کي تر دیرشو (۳۰) زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چي په هغو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
دغه کس چي حبیب الله نومیږي، زیاته کړې، چي خلګ اوس تر خاورو او کورو لاندي د مړو او ټپيانو په را ایستلو بوخت دي، او د دولتي او امنیتي چارواکو هیڅ درک نه لګیږي.
نومړي اندیښنه څرګنده کړې، چي کیدای شي د مړو او ټپيانو شمېر تر دې لا هم زیات سي.

د پيښي په اړه تر اوسه ایساف څه نه دي ویلي خو د طالبانو له خوا نن ټکی آسیا ته په را لیږل شوي خبر کي ویل شوي چي د سید آباد ولسوالۍ د تنګي درې په حسن خیلو سیمه کي تیره شپه امریکایانو پر هغه مسجد چاپه ووهله چي طالبانو په کښي شپه کړې وه، او بیا یې مسجد ویجاړ او بمبار کړ.
او کله چي د کلي خلګو غوښتل ددغه مسجد څخه شهیدان را وباسي، دوهم ځل بیا امریکايي الوتکو په ملکي خلګو بمبار وکړ، چي له کبله یې د یوې ښځي په ګډون ۱۱ تنه ملکي وګړي شهیدان، او ۲ نور ټپيان شول.
او زیاته کړي چي کیدای شي تر خاورو لاندي نور کسان هم وي.

د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد ددې پيښي د خبر ورکولو وروسته ویلي: امريکايي عسکرو په ځلونو زموږ په خاوره کې دخپل وحشت په دوام  په مساجدو ، کورونو او عامه شتون ځایونو باندې دشپې بریدونه او بيا بمبارونه کړې چې له امله يې  په زرهاوو عام هيوادوال شهيدان شوي  او دالړۍ لاهم روانه ده ، ددې سره سره چې په افغانانو باندې په خپل هيواد ، خپل کلي خپل کوراو خپل مسجدکې داسي وحشيانه بريدونه کيږي  ځينې ملي خاينين ، بې ضميره اوپلورل شوي څېرې بيا ددغو وحشي عسکرو شتون زموږ دخلکو په خیر بولې او دلا پاتيکېدو په تکل اوهڅه کي يې دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x