نظــر

د یو مصرفی هیواد به دغه حال وی

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

د هري ورځی په تیر یدو سره موږ دخپل اقتصاد زوال په خپلو ستر ګو وینو دا چی زموږ هیواد یو زرعتی هیواد دی د کر کیلی په ځای مو نوروشیانو ته مخه کړی ده او هغه هم بازار نه لری هر شی د بهر را واریدو اوس زموږ خلګ د یوی ګولی ډوډی لپاره د خپل ګران هیوا د افغانستان څخه تښتي اود ارپاپه اوبوکی ځانونه غرقوی، د خپل هیواد برخلیک لپاره بله لار ه نه سی پیدا کولی خو خپل ځان رسوی چی دا کار نه یوازی د ځان په تا وان دی بلکی د مملکت په زیان هم دی.

که د وطن ټول ځوانان هیواد پریږدی، نو دا پلار ګټلی هیواد به چا ته پاته وی؟ زه فکر کوم چی د باندنیانو یو هدف هم دا دی چی له هیوادڅخه موخلګ وتښتي او د کارخلک مو د بل مملکت خد مت ګار ان سی زموږ په وطن کي، چي باندنیان هرڅه یی زړه غواړی هغه کوي، دلته دولت ته په کار ده چی د خپلو خلګو د را ټولولو لپاره داسی پروژی په کار واچوی چی زموږ خلګ هم د خارج څخه را وکر ځی او هم دلته زموږ ور ځنی مشکلات په ښه ډول حل سی.

تاسی وګورئ! په یوه ورځ کی ۱۰ افغانی د پطرولو په بیه کی لوړ والی په څه معنی دی؟ هر کال د ژمی په رارسیدو د سون او خوراکي توکو بیې ورځ تربلي له اسمان سره خبري کوي،چی پوښتنه وکړې، نو سمدستي ځواب درکړي، چي باندني اسعارلوړ سوی او ډالر په څو سوی دی؟ له بده مرغه زموږ د هیواد ټولي زیرمي همداسي سپړلو ته په انتظار پاته دي.

اوبه مو وړیا روانی، معدنونه مو قاچاقبران وړی او په ښارونو کی مود معتا دینو شمیر ورځ تر بلی لوړیږی، په ټول هیواد کی ۳ میلون کسان په نشه روږ سوی چی تر ټولو لوړه شمیره په جنوب غرب حوزه کی دی، د یوی احصاییه له مخی یوازی د کندهار په ولایت کی یولک دیرش زره ځوانان په نشه روږ دي،خوموږ یوازی یو یا دوه روغتونونه لرو، چي داروغتونه هیڅکله ددومره زیاتو معتادینو لپاره کفایت نه کوي.

هره ورځ زموږ خپل خلګ وژل کیږی، بس یوازي په دې خبره زړه ته تسلي ورکوو، چي خدای دي يې وبخښ.

د ورځی لخوا می تروریست د الله په نامه وژني زه ږغ نه سم کولای له وخت وروسته مي دولت د اساسي قانون له مخي وژني او د شپې په تیاره کي مي سور بریتي پر کورونو چاپي وهي، له کوره مي وړي او وايي د نړیوال قانون له مخي دي مرګ روا دی.

ولس حیران دی، چي د چا له تهمت څخه ځان وژغوري او د چا سره د یارۍ تار وتړي؟

زه فکر کوم چی دا ټولي ستونزي د بیکارۍ او بی علمۍ لويي نخښي دی نه دولت او نه خلګو د خپل بر خلیک لپاره داسی لار پیدا کړی چی هم ولس په امان سی او هم دولت موږ له همسایه ګانو بیریږواو دوی زموږڅخه ویره لري.   صادرات مو وګورئ واردات مو وګوری ! له جنګونو څخه ترمخه رزګان د غنمو،بادامو ،انځراونورو میوو ګدام و.

هلمند مو د پنبې، غنمو، قیمتی ډبرو، جواریو، هندوانو او خټکیو ډک و.

کندهار د انارو، انګورو، بادامو،پلۍ،خټکیو،هندوانولوی مرکز و، خو په خواشینۍ سره باید ولیکم، چي نه موږ په سم خوند وخوړل او نه مو ونوری نړی ته په خپل نامه صادر کړل.

په د ې هیله، چي یوځل بیامو په هیواد کي تیر برم راژوندی او په نړۍ کي خپل مخکنی باور بیا ترلاسه کړو.

ژوندی دي وي افغانستان اود افغانستان میړني خلک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x