تنبل او غبي انسان نشته

لیکوال: حامد افغان

معلم صیب ورته کړه: سعیده! نن ته رخصت یې، د ښوونې او روزنې د تفتیش پلاوی راروان دی، که ستا تنبل نه یې کومه پوښتنه وکړه ما خو څه د ټول مکتب رنګ به بد کړې، سعید په خوشالي کور ته روان شو، لاره کې یې څو کسان ولیدل چې موټر یې نه چالانیږي او دوی ورته ولاړ دي، سعید له هغوی نه پوښتنه وکړه، او ورته کړه یې: زه مې له خپل پلار سره د هغه په موټر کې هر وخت بوخت یم یو څه معلومات لرم، ستاسو موټر درته وګورم؟ هغوی ورته وویل: هو، سعید موټر په دقت سره وکوت یوځای څو وایرونه سم ورته ښکاره نشول، هغه یې برابر او سم بسته کړل، او موټر چالان شو.

هغه خلک د سعید چالاکي ته حیران شول، د هغوی مشر غیږ کې ونیو او ورته کړه یې: بچیه! ته دومره ځیرک او هوښیار هلک یې مکتب ولې نه وایې؟! ته ګوره دا وخت ټول هلکان مکتبونو ته تللي او ته چټي ګرځې، سعید وشرمیدی او په نه زړه یې ورته وویل: زه مکتب وایم خو نن زموږ مکتب ته تفتیش راتلو او پاته کیسه یې ورته پوره کړه .. هغه سړي ورته وویل: همدا موږ د تفتیش پلاوی یو پر تا د تپل شوې تنبلې حقیقت موږ عملاً ولید او له ځانه سره یې بیرته مکتب ته بوتلو.

هر سالم او روغ انسان ته الله پوره دماغي او عقلي ځواک ورکړی دی، اصلاً هیڅ تنبل او غبي انسان شتون نه لري، له بده مرغه د تنبل او چالاک، دا راز د غبي او ځیرک الفاظو کې خلکو افراط کړی دی، دې الفاظو کې اصلاً اعتباري توپیرونه شتون لري، ځیرک، ذکي او ډېر پوه یعني هغه کس چې ژر او اسانه په خبر پوهیږي. او غبي یا کم پوهه هغه چې له لیږ دقت او خواري وروسته په خبر پوهیږي، یعني د پوهيدلو ځواک دواړه لري، خو موږ د دې الفاظو همدا اعتباري کم توپیر پړسولی او آن د تضاد پولو ته مو رسولی دی، او غبي یا کم پوهه انسان ته دا ذهنيت ورکړل کیږي چې ګواکي هغه نه پوهیږي او نه پوهیږي، د لوړې کیسې په رڼا او په هغه د تبصیرې په برکت باید د غبي او کم پوهه انسان په اړه زوړ ذهنيت تغیر کړو، یعني د ذکي او غبي ترمنځ تضاد نشته بلکي غبي او تنبل انسان هیڅ شتون نه لري.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبید
میلمه
عبید

یاره دا خبره به څوک نه درسره ومنی چی غبی اصلا سته نه. ځکه دا الهی ورکړی دی چی چا ته یی څومره ورکړی اوچاته څومره.نو بیا ولی په تعلیمی مراکزو کی اول دوهم دریم او ناکام اوداسی نوری درجی سته. البته طبعی ذوق هم په داسی امورو کی ذی دخل دی.

حنیف
میلمه
حنیف

تول انسانان په هر سه کی یو شانته ندی، یو به په شی شه پوهیگی بل به په بل شی، یو به سبقونو کی تکره وی بل به په مستریتوب کی بل به دکانداری کی بل ختگری کی او دلاس په کارونو کی… حامد صیب شکلی کیسه راوری وه خو عنوان یی باید بل ورته لیکلی وای، که یو سوک په یو شی نه پوهیگی نو مونگ یی باید تشجیع کرو او همت ورکرو او ورته ووایو چی ته دیر تکره یی ته هرکار کولی شی که کوشش دی وکر او وخت دی ضایع نه کر، او دبد رد او… نور لوستل »