نړۍ

مولانا فضل الرحمن: جهاد ته دي تروریزم نه ویل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن تیره ورځ په لاړکانه کې د شهید اسلام کانفرانس ته وینا کې وویل چې د جهاد تصور باید د تروریزم سره ونه تړل شي، او زیاته یې کړه، مونږ په پاکستان کې د اسلام حاکمیت غواړو، هر هغه کس چې په سنګر کې ولاړ وي، ضرور نه ده چې د اسلام صحیح فهم به لري.

نوموړي وويل چې د توپک په زور د شریعت نافذول نه غواړي، خو حکومت د شریعت په نفاذ کې ناکام شوی دی. مونږ به کله هم په لبرل پاکستان راضي نه سو.

نوموړي د شهید اسلام په کانفرانس کې د خپل ګوند وژل شوی مشر ډاکټر خالد محمود سومرو یادونه وکړه، او وې ویل چې د جمعیت ونې ته یې د اوبو پر ځای خپل ویني ورکړي، غوښتنه یې وکړه چې د سند حکومت دي د نوموړي وژونکو ته چټکه سزا ورکړي.

مولانا فضل الرحمن وویل چې د پاکستان دیني ګوندونه او دیني مدرسو باندي فشار زیات شوی، دوی تر سخت امتحان لاندي دي.

او زیاته یې کړه: هغه نړیوال قوتونه چې د سولي او امن دعوې کوي، هغو په عراق، شام او افغانستان کې د بمباریو په واسطه ټولي ابادۍ ویجاړي کړلې، مسلمانانو باندي اور بل دی، د ۱۵ – ۲۰ کلونو څخه پر مسلمانانو بمبارۍ کیږي، لیبیا کې کورنۍ جګړې ته لاره هواره شوه، پر ترکیې باندي جګړه تپل شوې چې له کبله یې په ټوله اسلامي نړۍ کې تشویش زیات شوی.

نوموړي د دیني زده کړو محصلینو ته وویل چې مدرسې د تعلیم ځایونه دي، وسلې دي نه اوچتوي، دوی ته دیني تعلیم ورکول کیږي، خو بل لوري ته د حکومت له اړخه د ږیره لرونکو او لنګوټه تړونکو کسانو ته د ژوندي نه پریښودلو ګواښونه کیږي، دوی ویرول کیږي، مونږ لنګوټې ددې لپاره نه دي تړلي چې سرونه ښکته کړو، مونږ ددې لپاره تړلي تر څو په سرلوړي کې ژوند وکړو.

مولانا فضل الرحمن وویل لکه څرنګه چې د پاکستان جنرلان د پاکستان سره د وفادارۍ لپاره قسم اخلي، همداسي مونږ د اسلام سره د وفادارۍ قسم اخیستی، د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف او استخباراتي ادارو ته وایم، که چیري پر پاکستان خدای مه کړه څه مشکل راځي، نو دا د سیکولر ګوندونه لوڅ او بې خونده خلک به تاسو خپل شاوخوا ونه وینی، بلکي همدا ږیري او لنګوټې والا به ستاسو تر څنګ ولاړ وي.

نوموړي زیاته کړه، په هندوستان کې حکومت او قانون سیکولر دی، خو بیا هم د هندوستان لومړی وزیر یو مذهب پرست هیواد جوړول غواړي، زمونږ چارواکي که خپل ښه غواړي، نو اسلامي پاکستان دي جوړ کړي.

نوموړی وايي چې په پاکستان کې هر کله دا ویل کیږي چې مونږ د نړۍ څخه شا ته نه سو پاته کیدلای، خو زیاته یې کړه چې د نړۍ سره یو ځای ګرځېدل او د طاقتور هیوادونو غلام جوړیدلو کې ډیر فرق دی. مونږ ازاد پاکستان غواړو، ټوله نړۍ، اروپا او غربي هیوادونه غواړي چې د اسلامي هیوادونو څخه مسلمان چارواکي لیري شي.

نوموړي وویل، لکه څرنګه چې چین زمونږ ملګری هیواد دی، همداسي د نوري نړۍ سره د ملګرتیا لپاره د ښه نیت او اخلاص پر بنیاد ملګرتیا غواړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rahmatullah

دا ####درواغ وایی په خوله یوڅه وایی او په عمل کي بیا دقدرت لپاره ترهر څه تیردی، دی په داسي پارلمان کي ناست ده چي قانون یی دکفردی اوبې حجابه ښځي پکی ناستي او کفري قوانین جوړوي بس عام مسلمانان خطا باسي.

ذبیح الله

هی هی (۱) کاشکې دې د خپل پلار په پل پل ایښی وای !!! (۲)د زرګونو علماءکرامو او طالبانو رایه دې واخیسته او بیا دې ځان د ښځې بینظیر بوتو په تخرګ کې واړول …..(۳) د افغانستان اتل مجاهدین ټول ستا په موجودیت کې ستا په خاوره هر یو د ډالرو په مقابل کې خرس شول..(۴) سوات ، وزیرستان، باجوړ لال مسجد او نورو ځایونو کې په زرګونو مسلمانې خویندې میندې ستا په موجودیت کې په خپلو وینو ولړل شوې کورونه يې وران شول او لا هم لګیا دی ورانیږی او تا يې په مقابل کې هیڅ هم ونکړل نو… نور لوستل »

Shuaib

کاشکي په إسلامي نړۍ کې د ملامحمدعمر مجاهد غوندي باعزمه ، سرښندونکي سپه سالاران ، د شهید عبدالله عزام او شهید آسامه بن لادن غوندي مخلص انسانان ، او د مولانا فضل الرحمن غوندي باشعوره مسلمان سیاستمداران خو یو څه ډېر وای ترڅو یې د مسلمانانو دا ډوبیدونکي بیړۍ ته د نجات ریښتینی ساحل موندلای وای. د نړۍ غښتلو کفارو او نام نهاده سیکولر مسلمانانو ، څرنګه چې جهاد او مجاهدین د تروریزم او تروریست په نوم بدنام او یوازي کړي ؛ دا رنګه یې مولانا فضل الرحمن د سیاست په میدان کې دومره بدنام کړی چې نن موږ هم… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x