افغانستان

کابل: دقاضي حسین احمد په یاده غونډه او تعزیتي کانفرانس پیل شو

نن ټکی آسیا: د کابل څخه د نن ټکی آسیا همکار نظر محمد مطمئن خبر راکړ چي همدا اوس په کابل کي د پاکستان د جماعت اسلامي د پخواني مشر قاضي حسین احمد په یاد غونډه روانه ده، چي پر نهه بجې پیل شوه، او پر دولس بجي به ختمیږي.

دغه غونډه په کابل کي د اتیا متره سړک په سیمه کي په ممتاز هوټل کي دایره شوې ده.

دغونډي عنوان دی: خدمت ګزار خستګی ناپذیر مهاجرین و مجاهدین افغانستان (از طرف مجاهدین افغانستان).

دغه غونډه د ملي یووالي او بهرنیو اډو سره د مخالف جبهې، جمعیت اسلامي، حزب اسلامي، د سولي شوری مجاهدین غړي، علماوو شورا مجاهدین غړي، جمعیت اصلاح او عامو پخوانیو مجاهدینو له خوا جوړه شوې، او ګڼ شمېر افغانانو، روڼ اندو، دیني او سیاسي څیرو په کښي ګډون کړی دی.

د غونډي په لومړی برخه کي تلاوت او مرحوم قاضي حسین احمد ته د دعا وشوه، او په پاوکم یولس بجې به د قاضي صاحب د ژوند او خدماتو په اړه وینا کیږي، او د غونډي مهم ویناوال به انجنیر احمد شاه احمد زی، قاضي امین وقاد او نور کسان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x