ورزش

افغانستان بیا هم عمان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۹مه ۱۳۹۴ل): نن د ملي لوبډلې او عمان تر منځ د دوو یوه ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې ملي لوبډلې عمان ته په ۱۲ منډو په اسانۍ سره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د عمان لوبډلې وګټله او ملي لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. ملي لوبډلې ټاکل شوو شلوو اورونو کې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې لپاره نننۍ لوبې کې شهزاد محمدي غوره او چټکه توپ وهنه وکړه. شهزاد محمدي په ۴۶ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې.

شفیق الله هم دغې لوبې کې په ۱۸ توپونو د یوې څلوریزې او ددو شپږیزو په مرسته ۳۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د عمان لوبډلې لپاره بلال خان او ذیشان مقصود دوه دوه ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنې کې د عمان لوبډلې د خاور علي او جتیندر سینګ د منډو په مرسته په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې.

د عمان لوبډلې لپاره خاور خان په ۴۰ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۸ او جتیندر سینګ په ۲۶ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۲۸ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د ملي لوبډلې لپاره یمین احمدزی درې، نسیم یوه او روښان بارکزی او سید شیرزاد دوه دوه ویکټې واخیستې.

د دغو دوو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه هم ملي لوبډلې ګټلې او دوهمې لوبې ګټلو سره يي د عمان لوبډلې ته ۲-۰ سره ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x