اربکیان
تصویر؛ ارشیف

روزګان: اربکيانو د یو ښوونکي په ګډون درې تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې مېشتو اربکيانو د یو ښوونکي په ګډون د کلي درې تنه ولسي وګړي وژلي دي.

د خاص روزګان اوسېدونکي وايي چې اربکيانو د نیکروز په کلي کې د دې کلي یو تن سرښوونکی چې په توکلي مشهور و، د هغه زوی عزت او ظاهر اکا وژلي دي.

د دوی په خبره سر ښوونکي اوس په بازار کې دوکان درلود، چې اربکيانو له لفظي شخړې وروسته دی او د هغه زوی وژلي، ظاهر اکا د دوی د ظلم په غبرګون کې لانجه ورسره وکړه چې هغه يې هم وواژه.

د روزګان ځايي امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو دا لومړی ځل نه دی چې د اربکيانو د وحشت راپورونه ورکول کېږي، تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د اربکیانو پر ضد لاريونونه او شکایتونه شوي چې تر اوسه يې لوړ پوړو امنیتي مسوولینو په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

څو ورځې وړاندې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکو هم په دې ولسوالۍ کې د مېشتو اربکيانو پر ضد لاريون وکړ او ویل يې چې دغه اربکيانو د دوی پر ناموس تجاوز کوي.

هغوی دعوه کوله چې دوی کره شواهد لري چې د سیمې اربکيان د خلکو مېرمنې او پېغلې نجونې پوستو ته وړي او د پیسو په بدل کې يې بېرته راخوشي کوي، که څه هم د غزني امنیتي مسوولینو هم دا ومنله او ژمنه يې وکړه چې د دې اربکيانو پر ضد به اقدام کوي، خو تر اوسه يې څرک نه لګېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د