
اسیا پراختيايي بانک له افغانستان سره ۱۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د اسیا پراختيايي بانک له افغانستان سره د کرنیز سکتور په برخه کې د ۱۱ میلیونو ډالرو پر ارزښت قرار داد لاسلیک کړ.
د ماليې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قرار داد د اسيا پراختيايي بانک له لوري له ماليې وزير اکلیل حکیمي سره لاسلیک شو.
د سرچینې په وینا دغه مرسته په اسیا پراختیايي بانک کې د انګلستان له لوري د افغانستان په بنسټيز امانتي صندوق کې اچول کېږي، چې د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ عصري کولو او بازار موندني برخه کې ولګول شي.
تر دې وړاندې په کرنیزه برخه کې د اسیا پراختیايي بانک له لوري ۳۱ میلیونه ډالر ځانګړي شوي و، خو په ا فغالنستان کې د دې بانک مشر توماس پنیلا وايي چې لاهم باید په دې برخه کې مرسته وشي.
اکلیل حکیمي له ولسمشر اشرف غني سره د اروپا په سفر تللی، چې دغه قراداد يې هم د همدې سفر په اوږدو کې د اسیا پراختیايي بانک او انګلیس چارواکو سره لاسلیک کړی دی.