Lebanese-born Rula Ghani is Afghanistan's first lady. The wife of newly elected Afghan President Ashraf Ghani has her own office in the presidential palace and intends to play a prominent role in public life.

وريندارې! اسلام مو سم نه دی پېژندلی

خالد رعد

شين سهار مي له چايو وروسته خپل کمپيوټر روښانه کړ او له نورو کارونو مخکې مې خبرونه ته سر ورښکاره کړ، ومي ليدل چې وريندار رولا غني وايي: له ښځو سره دې له اسلامي اصولو سره سم چلند وشي، سمدستي مي اراده وکړه چې وريندارې ته وضاحت ورکړم.

وريندارې! دا چې ته وايې له ښځو سره دې د اسلام د مبين دين له اصولو سره سم چلند وشي، درسره منو يې او موږ هم غواړو همداسې وشي، موږ هم همدغه هدف لرو خو هغه چې ته يې په غيږ کې ژوند کوې؛ دې موخې ته د رسيدو په مخ کې راته خنډ شوي او نه غواړي د افغانستان خلک خپلې ميرمنې، خوندې او مندې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې وساتي، دوی هڅه کوي خپل دين او کلتور راباندې وتپي، ښځې مو په بازار کې خلاصې تڼئ وګرځي، په دولتي ادارو کې له نارينه سره مخامخ په يو ميز کيني او د يوې مزدورې په څير کار وکړي، په غربي کلتور کې مروجې جامې په تن کړي، د ډرامو او فلمونو په جوړولو کې د اکټرې يا متاع په حيث رول ولوبوي او په سينما کې يې د نرانو تر څنګ مشاهده کړي، دوکانداري، موټرواني او نور هغه کارونه ترسره کړي چې بايد نارينه يې انجام کړي او بلاخره لويديځ ټول هغه ناوړه کلتورونه راباندي عملي کوي چې د اسلام په مبارک دين کې ترې منع راغلې ده.

وريندار جانې! ويريږو دا خبرې مو د زړه له تله نه وي، او دا ويره مو په ځای هم ځکه ده چې تا څه موده وړاندې هڅه کړې وه چې د خپلو يوڼو/يورانو او ندرندو نقابونه او پړوني ترې وغورځوې او هغو ښځو ته ورته يې سرلوڅې وګرځوې چې ته ورسره راستره شوې يې، تا بايد پوه کړو چې ته د خپلو ليورونو د تيرايستلو کوشش مه کوه، تا که څه هم غربي هيوادونه، لويديځوال، بيلابيل کلتورونه او خلک ليدلي او ځان ادم بويه پېژنې خو د نرغنده ليورونو په څير ژورليد مو ځکه  نشي نصيب کيدای چې ته يوه ښځينه يې، ليورونه دې پخوا پوهېدلي چې غربي وطنونه او اوسېدونکي يې کوم کلتور مني او که دا زمونږ په ټولنه کې رواج شي کومې بدې پايلي به ولري، ته په دې نه يې پوهه شوې چې هغوی په خپلو کلتورونو کې کوم زيانونه ليدلي او څنګه يې خپلې مستوراتې بازارونو ته په ايستلو سره د خپلې حيواني غريزې د اشباع وسيله ګرځولې دي، دا هر څه زمونږ کلتور نه مني او له اسلامي اصولو ډير خلاف اعمال دي.

ته که په دې کور ( افغانستان ) کې ځان درنوې او غواړې ښه ژوند ولرې او په مستقبل کې هم په سپک نوم ياده نشې نو ژوند او کړه وړه دې د خپلو ندرندو او يوڼو په څېر کړه، اسلام لکه څنګه چې امر کوي هماغسي يې ومنه، تا چې کوم څه د ځان لپاره خوښ کړي او کوې يې، دا د اسلامي قوانينو له نقض پرته بل هيڅ نه دي او نه يې زموږ کلتور او رواجونه چې د اسلامي اصولو موافق دي، مني.

په هغه غونډه کې مې ستا خبرې واورېدلې چې له ښځو سره د تاوتريخوالې د مخنيوي د نړيوالي ورځې لمانځلو په پلمه د ( سوله له کور څخه تر نړۍ پورې) تر شعار لاندې جوړه شوې وه، تا ويل چې بايد له قرآن کريم نه يې زده کړو او له خپلې ټولنې څخه له ښځو سره د ناسم چلند ريښې وباسو، ستا خبرې يوازې د خلکو غولول راته ښکاري؛ ځکه چې که له قرآن کريم نه مو زده کولی؛ لومړی بايد تاسې په خپل کور درنه کينستلې وای، خپل خاوند ته مو ويلي وای چې د ښځو په کور کې د ناستې، اسلامي لباس اغوستلو، له ضرورت پرته بازار ته د نه تګ، په دولتي ادارو کې کار نه کولو او د اسلامي اصولو د پوره عملي کولو امر وکړي، که مو دوه مخي نه کولای نو درته لازمه وه چې خاوند مو پوهولی وای چې ښځو ته په بازارونو کې امن مراکز خلاص نه کړي؛ ځکه دا په لوی لاس ښځي له کوره ايستل، په ژوند او کړو وړو يې د خپلوانو ناخبره کول او دغه راز ستاسې د خبرو خلاف د کوروالو تر منځ د روغې جوړې او سولې فرهنګ د پراختيا مخه ډب کول دي.

وريندارې خوا مه بدوه! نور خو پرېږده، موږ سره له دې چې ستا له اخلاقي وضعيت نه چندان ښه خاطره نه لرو خو بيا مو هم درباندې زړه بدېږي، دا مو نه خوښېږي چې ته د خلکو په وړاندې په غونډو کې ځان ښکاره کړې او د ژورنالستانو د کمرو په وړاندي په ټټر ودرېږې، دې ته مو ډير زړه شين کيږي چې يو سترګ وږي درکې خپلې سترګې ښخې کړې وي، وريندارې! لومړی بايد تاسې همدا خپلې ظاهري خبرې عملي کړې وای، اورېدلي به دي وي چې نبي عليه السلام يوې ښځې ته وفرمايل: الحمی الموت، ليور مرګ دی، يعني داسې ترې وويرېږه لکه له مرګ نه، نو تا هم بايد په دې عمل کړی وای او له کوره بهر نه وای وتلې.

ستا سپين زړي ليورونه پوهيږي چې سمه نه يې، ستا خبرو ته به يوازې هغه ليورونه چک چکې وهي چې په غونډو کې يې و ږي سترګي ستا ليدو ته په تمه وي، خوا دې بده مه شه! کوم فکر چې ته لرې؛ که دا عملي شي ضرور به هغه تاوتريخوالی زياتېږي چې تا زوروي، البته ظاهرا په زړه کې نه، نو که رښتيا مو هم اسلام په تمامه معنی پيژندلی وي بايد عمل هم پرې وکړې، ګني که چا دې په وړاندې غلط حرکت وکړ بيا دې شکايت ليورونه هم نه اوري او دا ضرور پېښېږي، پښتانه وايي:

چې اوښان ساتې دروازې به لوړي جوړوې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

رعد صاحب ! ستاسی خبری په ځای مګر مخاطب مو بی ځایه مخاطب دی ، دا ستاسی وریندار په دی نه ده چه دا عیسوی ،( د عیسوی ښځی سره د مسلمان نکاح جواز لری ) مګر په دی چه د دی میړه ( ژوند شریکی ) غنی د کرزی ، کارمل او شاه شجاع په شان غلام دی ، او زمونږ د ټول هیواد غلامی یی د نورو سره په ښکاره لاس لیک کړه ، د نړی د ټولو هیوادو د فرهنګ عمده برخه ده ، چه هر چارواکی خاین ته به یواځی خاین وویل شی او د وسی… نور لوستل »

شوکرنوی اومیدونه
میلمه
شوکرنوی اومیدونه

الحاج استا ذ بیانزی
بلکل وروره حقیقت دی وویل داهڅکله ورینداره نسی کیدای