افغانستان

سږکال د حاجيانو د لېږد په پروسه کې ۸ ميليونه ډالره درغلي شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): سږکال د حج د فريضې د اداء کولو له پاره سعودي عربستان د حاجيانو د لېږد په پروسه کې اته ميليونه ډالره درغلې شوې.

پرون ولسي جرګې د حج او اوقافو وزير، د اريانا افغان هوايي شرکت او ملکي هوايي چلند د ادارې مشران ولسي جرګې ته د يادې موضوع د سپيناوي په موخه استجوابيه غونډې ته وربللي وو.

سږ کال د سعودي عربستان ته د افغاني حاجيانو د لېږد تړون له اريانا افغان هوايي شرکت سره شوی و چې ياد شرکت د حاجيانو د لېږد رالېږد له پاره ځينې بهرنۍ او کورنۍ الوتکې هم کرايه کړې وې.

د ملکي هوايي چلند ادارې مشر د ولسي جرګې په غونډه کې وويل چې د سعودي عربستان د نوي قانون له مخې ويل شوي چې هر هغه الوتکه چې له ۵۰ تنو کم کسان اخلي او د استهلاک موده يې تر ۲۵ کالونو پورې وي اجازه نه ورکول کيږي چې سعودي عربستان ته د حج په موسم کې پروازونه وکړي.

هغه وويل چې دغه موضوع يې له ولسمشر سره شريکه کړه او ورته ويل شوي وو چې دغه پروسه بايد د سعودي عربستان له قوانينو سره سمه پرمخ يووړل شي او که د کورنيو شرکتونو امکانات نه شي کولای بايد دغه پروسه دې نړيوالو هوايي شرکتونو داو طلبۍ ته وړاندې شي.

د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې مشر په پيل کې ويلي وو چې د کورنيو شرکتونو مسؤلينو د حج د پروسې له پېل نه مخکې څرګنده کړې وه چې د يوه ميکانيزم له مخې به د حاجيانو د لېږد پروسه پر مخ يوسي خو وروسته له خپلې ژمنې په شاشول چې بيا د روان لمريز کال د غوايي په ۳۱ مه نېټه د جمهوري رياست د فرمان له مخې د ولسمشر د سلاکار داود سلطان زوی په مشرۍ يوه کميټه رامنځته شوه تر څو بيت الله شريف ته د حاجيانو د لېږد چارې تنظيم کړي.

که څه هم د ولسې جرګې دغې غونډې ته داود سلطان زوی هم وربلل شوی و خو حاضر نه شوخو نوموړي تردې وړاندې ويلي وو چې ددې پروسې له پاره يې کورنيو هوايي شرکتونو (اريانا افغان هوايي شرکت، کام ائير هوايي شرکت او صافي هوايي شرکت) څخه وغوښتل ترڅو خپل نرخونه کميټې ته وسپاري چې په دې کې ترټولو مناسب نرخ د اريانا افغاني هوايي شرکت و چې د يو کس په سر يې ۱۰۴۵ ډالره نرخ ټاکلی و.

د ولسي جرګې غړو په غونډه کې وويل چې د حاجيانو د لېږد کميټې د حاجيانو د لېږد په هره الوتنه کې ۴۰۰۰ ډالره اختلاس شوی دی.

د ولسي جرګې يو غړي نقيب الله فايق وويل چې دا دواطلبۍ پرمهال د بريښناليک له لارې يو نايجريايي هوايي شرکت وړانديز کړی و چې د افغاني حاجيانو د لېږد په هرساعت ۸۶۰۰ ډالر اخلي خو دوی له يو بل شرکت سره د يو ساعت پر سر ۱۲۰۰۰ ډالره قرارداد کړی دی.

فايق وويل چې دوی د هرساعت پر سر ۴۰۰۰ ډالره خپلو جيبونو ته اچولي دي.

خو د اريانا افغان هوايي شرکت مشر د فايق د څرګندونو په اړه وويل چې د نايجيريايي هوايي شرکت يوازې يوه الوتکه وه چې د اړتيا پر مهال د بيک اپ له پاره په پام کې نيول شوې وه.

د ولسي جرګې منشي عبدالرؤف انعامي هم د جرګې په پرونۍ غونډه کې وويل چې د حاجيانو د لېږد په هرساعت کې د ۴۰۰۰ ډالرو د اختلاس له مخې هره ورځ ۹۶ زره او ټولو ۹۰ ورځو کې شاوخوا ۸ ميليونه او ۶۴۰ زره ډالره اختلاس شوی دی.

د ولسي جرګې غونډې ته د حج او اوقافو وزير وويل چې له اريانا افغان هوايي شرکت سره له تړون وروسته دوی په خپلو نورو کارونو بوخت شول او له دې خبر نه شول چې په دې تړون کې وروسته څه پېښ شول.

د ولسي جرګې يوه بل غړي کمال ناصر اصولي وويل چې د اريانا افغان هوايي شرکت د رئيس په خبرو کې ځينې باريکۍ شته او له کوم شرکت سره چې د ارګ يا کمېټې په لارښوونه قرارداد کيږي په دې کې حتماً شريکان شته او په دې ټول پوهيږي چې په يو ساعت کې درغل شوي ۴۰۰۰ ډالر د يو شخص نه مګر د اشخاصو جيبونو ته تللي او د حج او اوقافو او ملکي هوايي چلند د ادارو د مسؤلينو څرګندونې هيڅ د قناعت وړ نه دي.

د ولسي جرګې پرونۍ غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده او پريکړه وشوه چې د حاجيانو د لېږد د پروسې اړوند ټول مسؤلين دې يوې بلې غونډې ته راوبلل شي او ددغې درغلۍ سپيناوی دې وکړي او که چېرته يې سپيناوی ونه کړ نو دغه موضوع دې له جمهوري رياست سره هم شريکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

ددی بی کفایتی ، مفسدی غلامی او درغلنی اداری اصلی ماهیت او جوړښت درغلی ده ، په هر ه پروژه او پروسه کی درغلی نه کول ، درغلی ده یعنی درغلی کول د دغه اداری د کړنو یا کیفیت خلاف کړنه ده ، او درغلی کول ددغه اداری د کیفیت او خصلت له مخی تقوی ده . یوه ورځ زمونږ یو نزدی خپل چه ټوله کورنی یی عالمه او داسی معلومیدله چه دوی ټول به مجاهدین جوړ شی مګر د هغی خلاف ټول لوی لوی پرچمیان جوړ شول ) د نجیب وخت کی د افغانستان لوی ځارنوال پاتی شوی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x