افغانستان

کابل: د امريکا سفارت امريکايي اتباعو ته د احتمالي بريدونو له امله د محتاط اوسېدو سپارښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا سفارت په افغانستان کې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د احتمالي بريدونو په اړه امريکايي اتباعو ته د خونديتوب سپارښتنه وکړه.

په کابل کې د امريکا له سفارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل کې په امريکايانو بريدونه کيدونکې دي.

په اعلاميه کې راغلي دي چې د افغانستان امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی او په دغه هېواد کې ټول امريکايان له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ دي .

اعلاميه کې د بريد د ټاکلي هدف او سيمې په اړه څه نه دي ويل شوي خو ويل شوي چې د افغانستان په پلازمينه او ټولو ولایتونو کې دې د ګرځېدو راګرځېدو کې احتياط وشي.

د امريکا سفارت په افغانستان کې له امريکايي اتباعو غوښتي چې د افغانستان د امنيتي وضعيت د ورځ تربلې د خرابېدو په حال کې او په کار ده چې امريکايي اتباع له دغه هېواد څخه ووځي او يادې هم په افغانستان کې د پاتې کېدو په اړه دې د خپل ځان پرخونديتوب له سره فکر وکړي.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په ځينې حالاتو کې د امريکا سفارت خپلو اتباعو ته د خراب امنيتی وضعيت له امله په افغانستان کې دمحتاط اوسېدو خبر ورکړی و.

د يو بل خبر له مخې نن سهار د کابل د مکرويانو په سيمه کې د کار او ټولنيزوامور د وزارت ته څېرمه د يو مقناطيسې بم د چاودنې په له امله د کندوز د والي مرستيال ټپي شوی دی، او موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x