fbpx

ظاهر قدير: که د داعش په اړه مې خپله ادعا ثابته نه کړه له دندې به استعفا ورکړم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د ولسي جرګې ځينې غړو د داعش په اړه د ظاهر قدير په څرګندونو نيوکه وکړه، ظاهر قدير نن يو ځل بیا وويل چې که خپله ادعا يې ثابته نه کړه له دندې به استعفا ورکړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير تېره اوونۍ په ولسي جرګه کې ويلي وو چې د داعش مشران په کابل کې اوسيږي او د ملي امنيت د سلاکار په ګډون د دولت ځينې مشران يې ملاتړ کوي.

خو د ملي امنيت شورا او د کورنيو چارو وزارت د ظاهر قدير څرګندونې له حقيقت لرې وبللې او ولسمشر اشرف غني د ظاهر قدير د څرګندونو د څېړنو په اړه يو پلاوی وټاکه، خو ظاهر قدير او د ولسي جرګې ځينې غړي ددې پلاوي له ټاکل کېدو سره مخالفت وښود او ويې ويل چې دا پلاوی دې د درې ګونو قواوو له استازو جوړ شي.

بل خوا د ولسي جرګې ځينو غړو نن د جرګې په غونډه کې د دې موضوع د پلټنې غوښتنه وکړه.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې «شينکۍ کړوخېل» وويل ټوله نړۍ په يوه خوله د داعش پر وړاندې مبارزې ته چمتو ده او په دې برخه کې له افغان دولت سره مرسته هم کوي، خو که چېرې افغان دولت د نړۍ پر وړاندې بې باوره شي نړيوال به له افغانستان سره خپلې مرستې بندي کړي.

نوموړې د ظاهر قدير څرګندونو ته په اشارې سره وويل چې د جرګې رئيس دې دغه موضوع په يوه ځانګړې ناسته کې حل کړي.

د ولسي جرګې په نني غونډه کې ظاهر قدير په خپلو خبرو کې وويل چې «ځينې کسان دې د خپلو شخصي ګټو له پاره د ځينو ډلو څخه دفاع نه کوي، ما بې ځايه ادعا نه ده کړې د خپلې ادعاوې په اسنادو سره ثابتوم.»

هغه له دې اندېښنې سره چې که یې کره اسناد او شواهد وړاندې کړل ورک به شي خو موضوع به حل نه شي وويل چې امنيت شورا ته يې ډانګ پېيلي خبرې کړي او که يو باوري سيستم وي ټول اسناد به وروسپارم.

هغه زياته کړه چې مونږ بايد له شخصې دفاع تېر شو او له ولس څخه دفاع وکړو.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرؤف ابراهيمي د غونډې په پای کې وويل چې دا موضوع د ولسې جرګې په تالار کې نه حل کيږي، ولسي جرګه بايد يوه کميټه وټاکي او له ظاهر قدير سره ددې موضوع په اړه وګوري او ددې موضوع په اړه اسناد او شواهد وڅيړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

تر ټولو لمړی ظاهر قدیر خپله د پلار په شان غلام لوړپوړی چارواکی دی چه له امله یی بیلونر جوړ شوی ، یعنی دی چه څه وایی او څه کوی د بادارانو په اشاره او قومانده یی کوی یعنی د هغو له خوا به ورته ویل شوی چه ننګرهار کی د داعشیانو سره مالی او نظامی مرستی جاری وساته که اربکانو ، عسکرو یا پولیسو ته اړه وه مرسره ورسره وکړه تر څو داعشیان د طلبانو د ملی او اسلامی مقاومت په مقابل کی د زابل د داعشیانو د برخه لیک سره مخ نه شی . که فرضا دا ومنو… نور لوستل »