د پېړۍ غټ شرم
لکه تمه یې چي کېده د کابل لاسپوڅي – ګوډاګي رژیم او نصب شوي حکومت ځان ته یو بل ویاړ هم وګوټ. هو! ښایې د پېړۍ ویاړ وباله شي (البته یوازې ګټونکیو ته) او هغه دا چي افغانستان یو ځل بیا په نړۍ په فساد کي اول نمره شو.
د افغانستان په اړه وروستی رپورټ زیاتوي :
« دنړیوال شفافیت ( ټرانسپرنسي انټرنیشنل(TRANSPARENCY INTERNATIONAL. سازمان لخواپه يوه تازه خپورشوي راپور کې راغلي دي ،چي افغانستان، صوماليااوشمالي کوريادنړۍ تر ټولو زيات فاسداوبي کفایته هېوادونه اعلان شول. د شفافيت نړيوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) د پلټنو له مخې د اداري فساد په اړه خپل کلنی راپور نن خپور کړ.
په رپوټ کې همداراز راغلې ،چې دنړۍ په ۱۷۴ هېوادونو کې د اداري فساد په اړه څېړل شوي مالومات ښیي چي افغانستان ته یی د صوماليا او شمالي کوريا سره يو ځاى لومړى مقام ورکړی دى…
… دا په داسې حال کې ده،چې افغانستان د ۲۰۱۱ کال پر مهال په ۱۵ نومرو او په ۲۰۱۰ کال کې د ۱۱ نومرواخيستلوسره دويم مقام خپل کړى و…»
ډالرخواره شناندي خو یې ښایې بیا په توجیهاتو خولې خلاصې کړي وایې به چي «تر نه څه لږ څه غوره دی» . اې! د خدای ظالمانو دا حقیقت دی،خو نه څه (نېستۍ) توره وي که سپین. راشئ د کابل حکومت په نظر کي ونیسو او بیا له ځانه وپوښتو چي :
– امنیت شته که نه؟
– کار او اهل کار سره غاړه غړۍ شوي که نه؟
– بې کفایتۍ او نااهلۍ په کوم ګراف کې رغړي؟
– د ولس سر، مال،ناموس او … څومره مصؤنه دي؟
– په دولتي کچه اخلاقي فساد وده کړې که نفي شوی؟
-آیا د اقتصادي رکود نښې – نښانې را برسېره شوې دي که نه دي؟
– هیواد مو عملاً بحران ته ټېل وهل شوی که نه؟
وایې څه چي عیان څه حاجت یې د بیان . د ټولو پوښتنو په ځوابونه خو اوس د هر چا سر خلاص دی،که څوک بیا هم سر نه خلاصوي هغه بیا بېله خبره ده.
د پېړۍ لوی شرم :
کابل رژیم کابو یوولس په هر اړخېز فساد کي تر پښو غرق دی،د دوی له لاسه مو ملت او هیواد په مسلسله او سیستماتیکه توګه د پیغورونو او لویو شرمونو عارونه په غاړه کوي.خو ډالرمستان پکي قسم دی که ری هم وهي،ان دا چي ویلای شو د رژیمیانو پر تندیو نور د پيغورونو ښکر را ختلي.که دوی واقعاً بشري وجدان او لږ له خواخوږۍ ډک ماغزه لرلای؛نو بیا به د دې شاهدان وو چي پر دې نړیوال شرم لسو په کابېنه کي،یو لسو په ملي شورا کي او یا لسو په دا بل معجون کي استعفی ورکړې وای او د ځان او وطن ناموس ته یې سرکوز کړی وای؛ لکه په نوره نړۍ کي چي دود دی. خو کاش اقلاً قره قل خېلو او ډالر خېلو د خجالت احساس لرلی.
موږ د یو ځپلي او مظلوم ولس په توګه ورځ په ورځ د سر په سترګو وینو چي د ملي افتخاراتو پر ځای شېبه – شېبه ملي شرمونه راوړي او په نړیوال کلي (؟؟) کي مو حیثیت او عزت پرله پسې مخ پر پېکه کېدا درومي.
څومره ذلت نور هم …
که دا فاسد او شرمېدلي خونکاران او بېروکراتان وو،نو لرې مه بوله چي سبا ته به د نړۍ د نورو قامونو او ملتونو په منځ کي د پنځه زره کلن افغان مسلمان ملت دنګه غړۍ او هسکه شمله په خاورو لړلي وي.(خدای مه کړه)
خبره دا ده چي د نبوي مبارکې لارښوونې په رڼا کي یو تکویني اصل دی چي «څوک حیاء بایلي؛نو چي څه غواړي کوي يې.»افغان ځېرک او بااحساسه ملت د پخوا په پرتله تر ټولو ښه درک کړې ده ؛ د هغو انسان وزمه پردي پالو عناصرو پر زړونو چي په دا لس-یوولس کلنه شوړېدلې او شرمېدلې دیموکراسۍ کي د هیواد د خپلواکۍ په تروړلو،د اراضي تمامیت په پلورلو،د معدني او اقتصادي زیربناؤ په لوټلو، اختلاس،درغلۍ، شوکو، غلاوو، اختاطفونو، بې ګناه وژنو، پرېمانه بموریو،پر تنکیو ماشومانو د جنسي تېریو او په سلګونو نورو انساني، اخلاقي، تاریخي ،ملي او بین المللي فاجعو په تر سره کولو د اغزي قدري هم جګ نه شول . نو په داسي سترو عارونو به څنګه وشرمېږي.
خو زما سرلوړیه ولسه! ډاډمن اوسه تاریخ د خپلو سپېڅلو پاڼو په مټ تا ته زېری درکوي چي د دې نااهلو او فاسدو کړیو او سړیو لاسه اوښتونکي شرمونه ستا نه؛بلکي د همدوی پر لمن تور- تور داغونه دي.
یا الهي! ته مو په خپل ستاریت سره نور د هیواد حیثیت او ابرو را خوندي کړې.