ټولنیزه برخه

ټولنیز که یوازیتوب!

زیار او هڅه: ساحل الکوزی

دغه لیکنه د ټولنیزو شبکو پر ضد نده، بلکه پر ټولنیزو شبکو د روږدو کسانو په اړه ده.

تر څلورو سوو شا او خوا ملګري لرم، مګر بیا هم یوازې!

هره ورځ د ډېرو سره یې په اړیکه کې یم، مګر هغوۍ واقعاً ما نه پېژني!

پورته وګوره! زما ستونزه هغه واټن، چې دوو سترګو ته یې د کتنې او د نوم کتلو ترمنځ یې ده په مانېټور کې یې لرم،

کله چې شاته ګرځم او سترګې خلاصوم پوهیږم هغه شیانو ته چې مونږ ټولنیزې شبکې وایو هر څه دي، مګر بدون د ټولنیزتوب نه، یعنې ټولنیز اوسیدل نه دي.
کله چې خپل کمپیوترونه چالانوو، نو دروازي په خپل ځان پسې بندوو دا ځکه چې غواړو کمپیوتر سره یوازې پاتې شو.

دغه ټولې ټکنالوجۍ د باطل خیال وهم دی، اوس هم د یو بل خواکې اوسیدل او مینه اهمیت لري، کله چې ددې وهمونو او وسایلو څخه ځان کنار او لرې کړې، ګیچ او سرګردانه اوسۍ، کوم دی ښه والی؟

مونږ نو اوس د په خپل لاس جوړو شوو تکنالوجي ګانو نوکران او غلامان ګرځېدلي یو.

په هغه ځایونو کې پلټنه او ګرویږنه کوو چېرته چې حریص انسانان اطلاعات او معلومات پلوري.

د خپل چارۍ او خود غرضۍ نه ډکه دنیا! چېرته چې مونږ خپل د ټولو نه ښه شیان شریکوو خو خپله په رښتینې توګه د څه شي څخه خوند نه اخلو، مونږ د ګروپي شریکونې نه خوند اخلو خو په اصل کې یوازې یو، که چېرې د یوې لمانځنې لپاره دې میلمستیا ونیسې ټول خوشحالیږي، مګر که لمانځنه دې په یوې مجازي وینا د نورو سره شریکه کړې څه معنا به ولري؟

ته پیغامونه لولې او اضافه ګویي کوې خو داسې نګارې او ښایې چې لا یوازې شوی نه یي، په لیکلو پیل کوې تر څو نور یې واوري مګر حتی نه پوهیږو چې څوک یې اوري او که نه؟

یوازيتوب ستونزه نه ده، نه! که چیرې خپل وخت د کتاب په ویلو او یا نقاشي کولو سره تېر کړې، نه دا چې یوازې بې پایلې بل چیرته کېنې.

کله چې را ویښبږې باید ځیرک اوسې چې د خپل وخت څخه ښه ګټه پورته کړې، نو کله چې د خلکو په منځ کې وې او د یوازیتوب احساس کوې، نو لاس دې شاته کړه او د ګرځنده (موبائېل) نه دې بې خیاله شه، نه باید حتماً د شمیرو لست دې زور کړې، فقط د یو چا سره خبرې وکړه او ټولنیز (اجتماعي) اوسه.

ډیره مسخره کوونکې ده چې کله په یو بس یا مېترو کې یو ټول ددې لپاره چې یوازې نه اوسو، په موبائېل کې کار کوو، نور نو یوازې کیږو او یو بل ته د نږدې والي احساس نکوو، کله چې د یو بل سترګو ته ګورو، بې عاطفې یو!

او تر خوا او شا مو چای د زیږیدو د وخت نه د روباتونو په څېر په عجله او تیزی کې دي، فکر کوي چې دا د یوې ټولنې نورمال حالت دی.

ته به احتمالاً ددې دنیا تر ټولو ښه پلار اوسې؛ که دې و کولای شو چې خپل زوی د آیپد یا کومې بلې تکنالوجۍ نه پرته خپل خوشحاله کړې، کله چې کوچنی وم هېڅ کله به هم کور کې نه وم او د خپل ملګري سره به مې د باندې بائسېکل سره لوبې کولې، ډیرې ضربې به مې خوړلې او زنګانه به مې زخمي کیدلې، خو لرګین کورونه به مې جوړول، مګر اوس چې هغه د باندې ځایونه او پارکونه ګورم ساړه او سکوت کې دې، کله هم هېڅ هلک نه تر سترګو کېږې چې ټال وخوري او یا کومه بله لوبه وکړي، مونږ نو اوس غرق شوی نسل یو، هوښیار یا هوشمند تیلیفونونه او احمق خلک!

سر دې پورته کړه او کمپیوتر دې بند کړه لاس پکار شه او د نن نه دې خوند واخله، فقط یو واقعي اړیکه کولای شي د یو واقعي او مجازي اړیکې ترمنځ توپیر در په ګوته کړي، هغه کارونه چې دې کړي سلونو کسانو ته يې نه وايې ځکه یوازې هغه کس سره چې اهمیت ورکوې غواړې و اوسې، کله چې دې د امیدونو کس ته د ډالی د اخیستلو لپاره کمپیوتر وپلورې هغه څوک چې هر څه دې دي، کله چې غواړې کورنۍ جوړه کړې دا نو هغه شېبې دې چې باید شریکي شي، او کله چې غواړې خپل زوی یا لور ولرې ، کله چې دې د شپې پاڅی او ته غواړې ویده شې، او بیا کله چې غواړې اوښکې دې پاکې کړې او هغه روانه وي د خپل د بخت کور په لور!

هغه عمر؛ چې دې خپل ژوند ته په پام کولو سره لاسته رواړی او خوشحاله یې چې په نیک نظر دې چاته کتلي.

کله چې دې اولاد خپل کوچنی ستا څنګ ته راوړي او هغه در ته د نیکه غږ کوي دا نو هغه وخت دی چې د زړښت احساس کوې او خوشحاله یې چې په بې ځایه شیانو دې خپل وخت نه دی تیر کړی،

مګر هیڅ یو ددې پيښو څخه به نه واقع کیدلې او نه به دې په چا سترګې خوږې شوی وی، که چیرې دې خپل تیلیفون سره بوخت وای او صرف لاندې دې کتلی، نه به دې یو چا ته کتلې، نه به دې نوی ژوند رامینځ ته کولای او نه به د نورو ډیرو داسې شیانو خاند وی چې په کتلو سره ستا کیدای شوای!

سر دې نو پورته کړه او تیلیفون دې بند کړه او د ژوند نه دې بغیر له انترنت څخه خوند واخله، ځکه زمونږ وخت پدې دنیا کې محدود دی.

داسې یوه نړی چېرته چې دغه دیجیتلي کلمې اورو یې خو ګورو یې نه! چېرته چې د خبرو کولو پرځای دیجیتلي لیکنه (ټایپ) کوو او د ویلو پرځای چټ کوو، چيرته چې په ساعتونو د یو بل سره یو، بدون د دې څخه چې یو بل ته وګورو.

بیا نو داسې یو ډول د ژوند ته مه ننوځه چې معتاد یې اوسې، د لایک پرځای خلکو سره مینه وکړه او د کور څخه د باندې ووځه، سر دې پورته کړه او رښتینی ژوند وکړه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

ساحل صیب په زره پوری لیکنه دی کری ده، دکانی کرخی دی راخکلی… رشتیا هم انترنت خاصتا فیس بوک او موبایل خاصتا تچ موبایل دخلکو عمرونه در په در کری، او په لهو لعب کی یی شپه او ورز مصروف کری دی… په دنیا کی دژوند هدف یی تری هیر کری… الله دی رحم وکری…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x