دیني، سیرت او تاریخ

سياست او حکومت د اسلام له نظره (۴)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د دين او سياست يو والی

اسلام د يو کامل دين په عنوان انسان ته وروستنی الهي وحې ده چې اسلام عين سياست او سياست هم عين اسلام دی چې د دوى دواړو تر مينځ د واټن تصور غلط او خلاف د حقيقت دى، ځکه چې همدا انبياء او اولياء دي چې سياست پوه او ورباندې عالمان دي او همدا مبارک ائمه (امامان) مجتهدين دي چې سياست يې له څلورو سرچينو څخه استنباط کړى او د واقعي کاميابي په غرض يې د امت په واک کې ورکړى دی، د يادولو وړ نکته دا ده چې په عالم اسلام او د مسلمانانو په ټولنو کې يو بل سياسي او اجتماعي جريان موجود دى کوم چې د لومړي خط پر خلاف اسلام د جامعې او سياست له صحنې څخه نه باسي، بلکې هڅه کوي چې د اسلام له سياسي او اجتماعي حضور څخه يو ډول ګټه پورته کړي، اما په عين حال کې اسلام د يو پوره عيار مکتب او ايديالوژيک نهاد په عنوان کوم چې بايد د جامعې د سياسي مکتب الهام بښونکی وي نه قبلوي (نه يې مني ) دا خط اسلام د سياسي او اقتصادي اصولو فاقد بولي يعنې د اسلام له اداري، توليدي اوتوزيعي توانائي ؤ څخه منکر دي، له دې امله د اسلام او سوسيالستي اقتصاد يا نورو مادي مکاتبو تر مينځ د تلفيق په ډول د نظر قائل دي او هغه ته اشاعت ورکوي، او د دوى ځينې نور په دې باور دي چې بايد د اسلام او د سوسياليزم د اقتصادي اصولو تر مينځ دې پيوند رامنځته شي، له سياسي نظره هم مارکسيستم په اصطلاح د مبارزې د علم په عنوان غوره کوي او په هغه باندې عمل کوي، اما دا ټول خطونه له اسلامي اصالت څخه محروم او د هغه فاقد دي، د مطلب د لازيات وضاحت په موخه بايد وويل شي چې د دين ارتباط له سياست سره کولای شو په دوه ډوله تصور کړو.

(١) دسياسي دين په ډول (صورت).

(٢) د ديني او مذهبي سياست په ډول (صورت).

لومړي صورت دا دی چې انسان سياسي، اقتصادي، اجتماعي او نور اصول په خپله له اسلام څخه استنباط کړي، يعنې دين يو جامع نظام وګڼي کوم چې اقتصاد، سياست تربيتي نظام او نور ټولو ته شامل دى، دين د سياست په صحنه کې د مبارزې د الې په ډول استعمال نکړي، دين باندې د دين قانون، سياست، اقتصاد، اخلاق، عبادت او نورو په عنوان ايمان راوړي او باور ورباندې وکړي، اما دوهم صورت د دې په خلاف دى او منظور دا دى چې د دين او مذهب په وړاندې کوم او څنګه سياست بايد خپل او غوره شي؟ په اصطلاح تر ټولو مثبته نظريه دلته د دين سياسي استخدام دى، د سياسي او اجتماعي ځانګړو ارمانونو لپاره په دې جګړه کې انسان خپل سياسي او اقتصادي اصول له دين څخه نه اخلي، بلکې دين تر هغه پورې قبلوي تر څو چې جګړه ورباندې توجيه کړي، يعنې دين د يو ملکي رواج او کلتور په حيث قبلوي، نو له همدې امله داسې کسان که فرضاً په هندوستان کې وي له بودائي آئين او قانون څخه استفاده کوي، په غرب کې له مسيحيت نه او په اسلامي ټولنو کې له اسلام څخه استفاده کوي، له دين او مذهب سره داسې معامله کول ډير خطرناک دي، او د هغه څه د منځته راتلو سبب ګرځي کوم چې د دنيا په يو شمير هيوادونو په تيره بيا په اسلامي دولتونو کې منځته راغلي چې هغه د اسلام او غير اسلام له ترکيب او ګډولو  څخه عبارت دى او له بله اړخه څرنګه چې دا جوړښت او ترکيب داخلي يو شان والى نلري نو په پايله کې يې د اسلام بدلول په غير اسلام او ارتداد سره رامنځته کيږ‌ي او څه شی له ارتداد څخه زيات خطرناک دى؟

د دې په لا روښانه تفسير کې بايد دا مطلب وويل شي چې د يو سياسي، اجتماعي او ايديالوژيک جريان وجود د داخلي ترکيب په لحاظ عين د طبيعت عناصر دى، په طبيعت کې يو عنصر تر هغه وخته پورې کيداى شي چې زماني تعادل ولري چې د هستي داخلي ذرات سره هم غږى وي، د هغه په داخلي وضعيت کې معمولي او جزئي تغير او بدلون دا د هغه د ترکيب د تغير سبب ګرځي کوم ته چې په اصطلاح کى انفجار ويل کيږ‌ي، يوه ايديالوژي هم تر هغه وخته پورې وجودي تعادل او بقاء لري چې د هغې اصول له مختلفو او متناقضو مکاتبو څخه نه وي اخيستل شوې! لدې صورت نه پرته چون مورد بحث ايديالوژي داخلي هماهنګي او هم غږي نلري بايد ناخالص اصول له خپل ځان څخه دفع کړي، او د اسلام په شان سوچه او سپيڅلى دې واوسي او يا دا چې داخلي انفجار پيدا کوي او د ايديالوژي د تغير او ارتداد سبب ګرځى.

(اسلامى فقه جلد١-ص٧٩)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x