ورزش

کرکیټ: پاکستاني لوبغاړي ته د افغانستان له لوري د لوبي وړانديز شوی وو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان د کرکیټ لوبډلي غړی رافت الله په خپل یوه نوې مرکه کې ویلي چې ده ته د افغانستان د کرکیټ لوبډلي پخواني روزونکي کبیر خان وړاندیز کړی وو چې د افغانستان لپاره په نړیوالو لوبو کې ولوبیږي.

نوموړي دغه خبري د پاکستاني ورځپاڼي ډان سره کړې.

رافت الله چې د پيښور دی، ۳۹ کاله عمر لري، په شل اوریزو لوبو کې اوس مهال د پاکستان لپاره د انګلینډ په خلاف لوبه کوي.
نوموړی وايي چې په لومړي ځل په ۱۹۹۶ کې د پاکستان د لومړۍ درجې په لوبو کې را څرګند شو، په ۲۰۰۵ کې د پاکستان لپاره په لومړي ځل ولوبیدی، خو د انګلینډ په خلاف دوه ټیسټ لوبو کې خاص څه ونه کړل، چې له کبله یې د هغه وخت روزونکي بوب وولمر او کپتان انضمام الحق پریکړه وکړه چې رافت الله نور د پاکستان له اړخه د لوبي قابلیت نه لري، ښه دی چې د لومړۍ درجې په کچه کې خپل کرکیټ ته دوام ورکړي، تر څو بیا د پاکستان د ملي لوبډلي غړیتوب تر لاسه کړي.

رافت الله وايي چې زه هغه وخت ډیر مایوسه شوم ،ډیره هڅه مي وکړه چې د کرکیټ لوبډلي د انتخابوونکو توجه جلب کړم، خو ونه توانېدم.

نوموړی وايي یو وخت هره لاره راباندي درېدلې وه، هر څه رانه ورک وو، په ۲۰۰۹ کې مي وغوښتل چې د افغانستان له اړخه د نړیوال جام لپاره د انتخاب په سیالیو کې ولوبیږم، خو ونه توانېدم.

د افغانستان د هغه وخت روزونکي کبیر خان غوښتل چې ما ته د افغانستان له لوري د لوبي کولو موقع راکړي، خو هلته دا شرط وو چې ما باید په افغانستان کې اقلا ۴ کاله وخت تیر کړی وی، تر څو د افغانستان له لوري د لوبي اجازه راکړه شي.

رافت الله مهمند وايي په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه وو، ځکه هلته نه ولاړم، خو ښه دی اوس مي له خپل هیواد پاکستان څخه دا فرصت تر لاسه کړ چې کمیس یې واغوندم او په نړیوال ډګر کې د خپل هیواد نمایندګي وکړم.

رافت الله مهمند وویل چې هر کرکټر باید خپل کرکیټ ته ادامه ورکړي، هڅه وکړي چې د خپلي ښې لوبي په تر سره کولو سره ځان وځلوي، تر څو د ملي لوبډلي لپاره د انتخاب د کمیټې توجه جلب کړي.

نوموړی د پيښور په وروستیو شل اوریزو لوبو کې د اوپنر لوبغاړي په حیث ډیر ځلیدلی وو، پاکستان چې د خپل لوبډلي لپاره د یو ښه اوپنر په لټه کې وو، نوموړی یې د شل اوریزو لوبو لپاره د اوپنر توپ وهونکي په حیث انتخاب کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x