quetta fc

د بلوچستان حکومتي چاري والي ته وسپارل شوې

نن ټکی آسیا – (کوټه) د پاکستان د بلوچستان ایالت حکومتي چارې  نور د وزیر اعلی نوب اسلم  ریساني څخه واخستل شوې او د بلوچستان ګورنر ذولفقار مګسي ته وسپارل شوې.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چي د پاکستان صدارعظم راجا پرویز اشرف د شیعه ګانو سره د خواخوږۍ په موخه پرون کوټې ته سفروکړ.
نوموړي د کوټې دعلمدار سړک په یوې امام بارګاه کي تر دعا وروسته له وېرځپلیو سره ومنله چي بې کفایته اونااهله وزیر اعلی به عزل کوي او پر ځای به یې واک والي (ګورنر) ته سپارل کېږي. پرغه حکم د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په عین وخت کي لاسلیک وکړ.

په خبر کی راغلې چي د کوټې د پولیسو ټول اختیارات به نور د نیمه پوځي ځواک (ایف – سي) ځواکونو په لاس کي اخلي.

خوشال پتیال

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د