افغانستان

چين له پوهنې وزارت سره د تخنيکي زده کړو انسټيټيوټ دجوړولو تړون لاسليک کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): چين د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د يوه تخنيکي او حرفه يي زده کړو د انسټيټيوټ د جوړولو تړون لاسليک کړ.

دغه تړون پرون (دوشنبه ليندۍ ۹ مه) په کابل کې د پوهنې له وزرات سره د چينايي انجينرانو د یوه رسمي هئيت له لوري لاسليک شو چې له مخې به يې په کابل کې سلګونو ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره شي.

د چينايي انجينرانو د هئيت په استازيتوب «چين هوګ» دغې غونډې ته په خبرو کې وويل چې دا له افغانستان سره د چين د روانو مرستو يوه برخه ده او هيله يې څرګنده کړه چې له ياد انسټيټيوټ سره به ډيری افغان ځوانانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي وويل چې ياد انسټيټيوټ د کابل د ثانوي تخنيک په سيمه کې په ۱۵ زره متره مربع ځمکه کې جوړيږي چې ۶۵ درسي خونې به ولرې چې ۱۷۲۰ کسانو ته به په يوه دوره کې د حرفه يي زده کړو اسانتياوې برابرې شي.

بلخي وويل چې په دغې انسټيټيوټ کې د زده کوونکو له پاره د ليلې، کنفرانس خونه، کمپيوټر سالون، دفترونه او نور د اړتيا وړ موارد په پام کې نيول شوي دي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې پر دې پروژه به د چين له لوري نږدې ۳۵ ميليونه ډالره لګښت راځي او د جوړولو چارې به يې په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې پيل کيږي او د دوه کالونو په موده کې به ترسره شي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د بې کارۍ او غربت يو لامل هم د کار او کسب د نشتوالي ترڅنګ د تخنيک او کسب زده کړې ته توجه نه کول دي چې نږدې د افغانستان ټول خلک چې ځينې يې په کروندو بوخت دي او ځينې يې هم ورځنی لاس مزدوري کوي.

خو د کار او ټولنيزو چارو پوهان وايي چې مسلکي او تخنيکي زده کړې په اقتصادي لحاظ ډېرې ارزښتناکې دې او بايد پام ورته وشي.

د يادونې وړ ده چې اوسمهال په افغانستان کې بې کاري او غربت هغه څه دي چې يو زيات شمېر افغانان يې له اندېښنو سره مخ کړي چې دولت هم د بېکارۍ او غربت په له منځه وړلو کې پاتې راغلی او افغان ځوانان اوس هم په دې هڅه کې دي چې پاکستان،ايران او ځينو نورو اسيايي او اروپايي هېوادونو ته د مزدورۍ له پاره له ستونزو ډکو سفرونو ته غاړه کيږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x