ولسمشر غني له نواز شریف او نريندرا مودي سره کتلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني د اروپا د شپږ ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزير نواز شریف او د هند له لومړي وزير نريندرا مودي سره کتلي.

له پاریسه د ولسمشر د وياند مرستيال ظفر هاشمي رسنیو ته ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر سره د بريتانیا د لومړي وزير په ګډون وکتل او په سیمه کې يې د سولې اړوند خبرې وکړي.

هاشمي وايي چې ولسمشر له نواز شریف سره په خبرو کې په سیمه کې د نا امنۍ علتونه په ګوته کړل او له هغه يې وغوښتل چې د سیمې د امنیت په موخه باید د خبرو لړۍ یو ځل بیا پیل کړي.

تېره ورځ د اشرف غني د حکومت شریک اجرايوي رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل چې د خیبر پښتونخوا مشرانو هم غوښتي و، چې ولسمشر باید له نواز شریف سره وويني.

د محمد اشرف غني د وياند مرستیال وايي چې ژمنه په همدې وشوه، چې لیدنې به دوام پيدا کوی او په سیمه کې به د سولې د ټینګښت لپاره نظرونه سره شريکېږي.

نوموړي له نريندرا مودي سره د خبرو جزييات ورنه کړل، خو له هند سره د افغان چارواکو خبرې ډېری پر اقتصادي مسایلو را څرخي.

یاده دې وي ولسمشر محمد اشرف غني د يو پلاوي په ګډون د اروپا پر شپږ ورځني سفر تللی، چې تېره ورځ يې په فرانسه کې د اقلیم بدلون غونډې ته هم وينا واورله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د