ادبي لیکني

شيريني – ليکوال: خوشال درانى

_ ډاکټر صيب مړشوم، هله ژرکوه، څه زهر راکړه چې ښه شم.
    د امين سويو چيغو د خونې ټوله فضا نېولې وه، په يوه سا لګياو:
_ډاکټرصيب! مړشوم، دخداى له پاره….
ډاکټر په غوسه شو:
_دې باډۍته دې ګوره، او ستا چيغو ته! په باډۍ دې هندو مسلمانېږي. لږه خورئ، پر ځان نه پوهېږئ، که  ډوډۍ پردۍ ده،ګېډه خو مو خپله ده.هه دغه د سر درد او ټوخي ګولۍ را پاتې دي.داواخله ښه به شي!

    دى له درده لکه مار تاوېده، پر ډاکټر غوسه شو:
_ زه وايم نس مې خوږيږي، او ته راته د سر درد ګولۍ راکوې، ژرکوه مړ کېږم.!!!
ډاکټرشونډې بوڅې کړې:
_وروره بهر هر څه شته ورشه له همغه ځايه ښه دواواخله زه څه انساني ډاکټر نه يم چې ستا د ګېډې  تشخيص دې وکړم.
دامين بياچېغو او زګېروو  ډاکټر شاته کړ:
_ته انساني ډاکټر نه يې،نو د خروداکټر يې؟
دامين داخبره پر ډاکتر سمه د ټوپک ډز ولګېده:
_هو زه د خرو ډاکټر يم لکه د ستا په شان د خرو علاج کوم.
_نو څنګه دلته ډاکټرشوى يې؟ داخوپوهنتون دى دلته انساني ډاکتران نه و، چې دخرو ډاکتر يې راوستى؟
_ دلته ښه ډېر دي، خو د انسانانو له پاره،مګر زه پکې  دستا په شان د خرو علاج کوم.پوى شوې؟ دا دولت دى چې واسطه دې وي،هرکار کېږي. ته خو هم د دې لايق نه يې چې پوهنتون ته دې راشې،يابه په پيسو راغلى يې،او يابه دې د ځان پر ځاى بل څوک کېنولى وي.نور مې عصاب مه خرابوه، ژر وځه!
    امين په زګيرو د څنګ وګراوه تليفون يې راويوست اوکې يې کړ:
_ الو!فواده! ترکلينک راشه! ټول ملګري راوله، ژرکوه چې مړ کېږم.
    لا څو دقيقې نه وې تېرې چې د امين شاوخوا د ده ملګري ولاړ وو.طارق پر فواد غږ کړ:
_ راپه شايې کړه، سړى ښه نه دى، چې صحت عامې ته يې ورسوو، هله بلاله! ته په سرک يو موټر ودروه!
××××
    په خونه کې د ډاکټر او د امين د ملګرو لانجې روانې وي،د فواد غږ نور غلي کړل :
_ ډاکټر صيب! سم وايي،محصلين يو، دا مو ملګرى دى، علاج يې وکړه،په ګېډه يې درد دى، ته يې وګوره چې څه مريضي لري. د خداى له پاره مړ به شي.ته يې چيغې نه اورې!!!
     ډاکټر له ځايه پورته شو:
_ هرڅه بلا چې ياست، پر ما مو څه ؟ ولې مو مخکې نه راووړ،چې مرګ حال شي، نو را روان کړى مو وي، اوس زما د پلار له وسه نه کېږي.
    امين چيغوته زور ورکړ،چاکراراوه، چا ډاکټر تر ږيره او پښو نيوه:
_ د خداى له پاره هلک مړکېږي. ته خو يې وګوره چې څه مريضي لري؟
    ډاکټر په قهر شو:
_پوهنتون ته راورسېدئ، خو په اصولو پوى نه شوئ، په دې نيمه شپه عمليات، او هغه هم بې شيريني!!! لږ څه وټوخېږئ!
    ملګرو يې ژر_ژر په جېبونو لاسونه ووهل، څه چې ورسره وي،هغه يې راوويستې، طارق وشمارلې:
_ هه ډاکټر صيب!! دغه درې زرې خوشوې، نورې والله که ټنګه هم راسره وي!
ډاکټر پيسو ته وکتل:
_درې زره روپۍ!ځه خير وبه يې کړم.
    امين له خولې داسې چيغه پورته شوه، ته وا چې د خونې چت به را وغورځوي. ډاکټر د روپو زاړه نوټونه په بېړه د سپينې چپنې په جېب ومنډل، په وار خطايې يې وويل: مخکې مې درته وويل، چې ناوخته مو راووړ، اپنډيکس يې وچاوديد، دتابوت غم يې وکړئ.

ليکوال: خوشال درانى

شيريني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x