نړۍ

ناټو: په افغانستان کې د پوځي ماموریت هوډ نه لرو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د ناټو سر منشي وايي چې په افغانستان کې د پوځي ماموريت په اړه تر اوسه کوم تصمیم نه لري.

ستولنبرګ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی دم ګړۍ د افغان عسکرو پر روزلو، تمویل او هغوی ته مشوره ورکولو بوخت دي.

د هغه په خبره د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د دې ماموريت چې « قاطع ملاتړ » نومېږي د تمديدي په اړه خبرې کړې دي.

ستولنبرګ وايي چې د ناټو غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران له ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۰ ميلادي کال پورې د افغان عسکرو د تمویل په اړه لا هم خبرې کوي، خو په وينا يې وروستۍ پرېکړه به د راتلونکي کال په جولای مياشت کې وشي.

نوموړي وویل چې د ملکي افغانانو لپاره هم د دوامدار مشارکت په نوم پر يو پلان کار کوي چې دا به له پوځي برخې پرته په ملکي برخه کې له خلکو سره مرسته کوي.

که څه هم د ناټو پوځي ماموریت د تېر ميلادي کال له پای سره پای ته ورسید، خو لا هم له افغان عسکرو سره په ځمکني او هوايي ملاتړ کې د ناټو عسکر لیدل کېږي چې د دوی د روزنې، مشورې او تمویل په نوم ملاتړ تر سوال لاندې راولي.

د پوځي شنونکو په باور په جګړه کې د بهرنیو عسکرو مداخله دا په ډاګه کوي چې لا هم افغان عسکر د طالب ځواکونو پر وړاندې بې وسه دي، چې دا ډول اندېښنه د افغان عسکرو روحيه لا ځپي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x