افغانستان

استازي: د کاپيسا سيمه ييز چارواکي خپل سرې ملېشې جوړوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د کاپيسا ولايت استازي وايي چې په دغه ولايت کې سيمه ييز چارواکي د خپلو سرو وسله والو ډلو او مليشو په جوړولو بوخت دي.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا استازی اقبال ساپی وايي چې په دغه ولايت کې د دولتي چارواکو او قومندانانو تر منځ د خپل سرو وسله والو ډلو په جوړولو کې سيالي روانه ده او ورځ تر بلې دغه اندېښنه په پراخېدو ده.

اقبال ساپي زياته کړه چې د وسله والو ډلو په جوړولو کې د ملي او ولايتي شوراګانو يو شمېر وکيلان او سيمه ييز چارواکي لاس لري چې له امله يې په دې ولايت کې خپلسري مخ په زياتېدو ده.

بل لور ته د کاپيسا والي سيد محمد خالد هاشمي په دې ولايت کې د نامسؤله وسله والو ډلو شتون مني، خو وايي چې دوی په دې هڅو کې دې چې دغه خپلسرې مليشې د پوليسو ليکو ته جذب کړي.

خو د امنيتي چارو شننونکي په هېواد کې د نا مسؤله وسله والو ډلو شتون يو جدي ګواښ ګڼي او وايي چې دولت نه شي کولای چې خپلسري وسله وال کسان نظامي ليکو ته جذب کړي ځکه چې د دغو وسله والو کسانو تر شا د ځينې لوړپوړو دولتي چارواکو لاسونه دي چې د هغوی په ډاډ او امر وسله وال شوي دي، چې د خپلو اهدافو له پاره يې کاروي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د دولتي چارواکو او نظامي قومندانانو له لوري خپلسرې وسله والې ډلې زياتې شوې دي چې له امله يې د ولسي خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی، خو دولت يې تر اوسه په مهارولو نه دی بريالی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د دی ټولو ناوړو چارو او خپل منځی جنګونو چابیانو او یا رموټ کنترول د اشغالګرو سره دی ډغه لوی بم یی لمړی په ارګ کی د شمال او جنوب دوه وحشیانو ټاکل وو یعنی د خپل منځی جنګونو لوی مشران او رهبران یی به ارګ کی کینول له هماغه ځایه مساوی ډزی کوی ، اشغلګر نه غواړی چه یو اړخ په بل اړخ برلاسی شی ۴۹ او ۵۱ کی یی ساتی . دا چه دوستم بریتونه تاووی شمال ته منډی وهی ، ظاهر قدیر ننګرهار ته کاکو رازق قندهار کی لاپی وهی ، دکاپیسا او د هر ولایت د… نور لوستل »

محمدصادق

الله پاک دې په افغانستان باندې رحم وکړي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x