نظــر

ديس ایز توت – د افغانانو لپاره فحشايي تلکونه

څو کاله مخکې امریکا د امریکايي ټولنې د اغیزې لاندې د افغانانو د امریکايي کولو کار پيل کړ او په دې لړ کې یې د هرې طبقې پورې اړوند ځوانان، زاړه، تجار او عادي کسان امریکا ته د څو هفتو لپاره وبلل او دا لړۍ لا روانه ده .
په دې لړ کې دوه لوړ پوړې چارواکي امریکا ته تللي و چې یویې پخپله تیره سابقه پوهیده چې د امریکايي نجونو سره په کومه سلیقه ځان ملګری او شریک کړي.

أ بل چې تجربه یې نوی وه او د خپل شواړ تهذیب له مخې نه پوهیده چې دلته د ښکلاو په بازار کې په کومه ژبه د سلیقو خاوندان یو بل ته ځان نژدی کوی نو هغه بل چې ځان د پوره احسان لاندی ګاڼه او قیمتي معامله ورته ارزانه برابره شوه نو مقابل لوری ته یې د خپلې شتمنی او لورینې نه په لنډو او په هغه ژبه پيل وکړ چې معمولاً د کم سلیقه خلکو په وس کې وي:

دیس ايز توت

او بیا یې په دې خاطر تکرار کړه چې امریکايي ښکلی ته مبادا دا انګلیسي نوی وي:

دیس ايز توت …

د «دیس ايز توت» ؟؟؟ سفرنامه چې د دې سفر هغه امریکايي مشر به ملګری د خپل نابلده ملګری د ارزانه معاملی په هکله کوله نو واقعاً یو باحیاء افغان يې لکه سیماب ویلي کاوه چې زمونږ د هیواد هغه مطرح کسان امریکا په کومه هنرمندی د شخصیت له پردو نه لغړ باسي.

واقعاً چې د دسامبر د ۱۱ مې نه وروسته او د بن نه د ټانګ پر سر د راوړل شوي حکومت وروسته «دیس ايز توت» د هغو فحشايي تلکونو رمز دی چې افغاني ځوانان بلکې ان هغه زاړه هم پکې ښکار شول چې په دې حکومت کې ورته چوکی او ډالري یو ریښتینی غنیمت په لاس ورغئ.

جګړې او جنګونه که هر څومره مقدس هم وي بیا هم پخپل ماحول کې یو ډول اخلاقي کمزوری صادرات له ځان سره لري ولې هلته چې بیا فوځي بهرنی حضور او په قهري انداز د چا بدقسمتي ورسره مخامخ کړي هلته بیا د بد اخلاقیو توغل د یوه قوم د مشرانو پر سر هم د اوړی واورې اوروي لکه افغانستان.

ولې هلته چې فوځي حضور د ۳۹ هیوادو په سطحه وي او هر څوک بیا د افغانستان په شان په یو مهذب مذهبي هیواد کې ځان ته ملګری او پیروان وغواړی دا نو هغه قیامت دی چې کابلیان به یې څو کاله وروسته د فحشایۍ ژورو برنامو باج ورکړي.

په کابل کې شته ګیست هاوسونه او د بهرنیانو په دفترونو کې د نجونو لپاره د سکرتری آسانه چانسونه او بیا په کابل کې د تلویزونی چینلو پروګرامونه دا او دیته ورته بلا نور پروګرامونه هغه څه دی چې جنګ ځپلی کابلیان به پکې خپل بچیان مګر په «لاس ویګس» کې پيدا کړي!

دلته په افغانستان کې د تعلیم د سطحې ټیټوالی او د قومي تضادونو توده څپه پخپل وار له ځان سره د اخلاقی سقوط معجزې لري.

په ننې کابل کې ځای په ځای شوي پښتانه بلکې ځنې کوچیان په داسې حال کې د خپل کلتور او تهذیب پر پولو وروختل چې امریکا ته تللیو کورنیو ته مګر دعا وکړئ.

ماته په شهرنو کې یو قاضی وویل چې ماته مې خپل تره د پرنګیانو قاضی ویل او ما ډيره بده ګڼله ولی کله چې په شهرنو کې په څلورمه حوزه کې قاضی شوم پوه شوم چې تره مې په حقه و.

په دې محکمه کې هومره زیاتی ښځی د طلاق لپاره محکمې ته راتلی چې زه حیران شوم چې د کورنیو د نړیدلو دا بحران له کومه ځایه چینه اخلي؟!!

وروسته راته معلومه شوه چې هغه ځوانی انجونی چې د خاله د لور په ذریعه یا هم د خپلی بداخلاقه ملګری په ذریعه په دغو کیست هاوسونو کې یو ځل مهماني ته بیوول شوی دی بیا هغوی ته د طلاق اوخوا خپل ساده کورني ژوند خپل رنګ او خوند له لاسه ورکړی دی.

همداسې په دې هیواد کې چې تاسې کله کله ناکله افغان فوځیان وینی چې له ؟؟؟ پخپلو مربی او محسن اروپايي فوځیانو باندی د ټوپک شپیلی را اړوي د دغسې حادثو شاته حتماً داسې څه هغوی تکرار لیدلی وی چې د یوه نابدل شوی افغان غرور یې نه شي زغملی.

په دې معنا چې هلته هغه فحشایی او د ملت د سپکولو مظاهر هغوی اړ باسي چې د تروریزم د لښکرو مخکې مخکې خپل غچ له هغه چا واخلي چې له هر چا د افغانستان د خلکو، کلتور، تهذیب ته خطرناک دی.

همداسې چې په دې سلسله کې اروپايي او امریکايي هیوادونو ته د لنډو تشویقي سفرونو په لړ کې د ځوانانو، تجارانو او ان هغو لوړ رتبه مامورینو سفرونه راواخلی دا ټول په حقیقت کې له بهره هغه هڅه تر شا لری چې که هغوی په فحشایی تلکونو لکه د «دیس ايز توت» د ماجرا د څښتن په شان وربرابره کړي او له خپل تهذیب او ټولنی نه یې په آسانی وشکوی.

ماته د دغسې یوه سفر په رابطه د معلوماتو لرونکی وویل چې زه په شل ورځنی سفر کې چې امریکا ته مو درلود هغه چې هلته په همدې فحشایي دامونو کې آسانه ښکیل شول په هغوی کې د سر سړي په ډیری آسانۍ په انتخاباتو کې کامیاب او نن په شورا کې د خپلی سویې دوه برابره پورته مقام کې چلیږي.

افغانان په تهذیبي لحاظ خپلې برتری او خپل کمبودونه لری ولی په کومه طریقه چې بهرنی نړۍ په افغانستان کې مصروفه ده په راتلونکیو لسو کلونو کې به د افغانستان له ځوانانو نه هغه بی خاصیته شی جوړ کړي چې هغوی به پکې په هر لویدلی کرکتر ویاړ کوي.

دا اوس اوس په کابل کې د نرخ نه پریوتی شاعران د خپل هیواد په تاریخي ویاړونو او انګریزانو سره په تيرو اوږدو جګړو باندی پسخند کوی او هغوی د امریکايي جنګیالو په سیوری کې د امن او سولی هغه اشعار بدرګه کوی چې ښایي راغلی امریکايي ښځینه فوځیانې پکې خپل کردار یو پوره او په زړه پوری کردار وګڼي، په دي معنا چي ښه شو چي راغلو که نه دا افغان ځوانان به چا ژغورل!؟

نن نن چې د ډیرو کورنیو ژوند ته وګورئ نو په هغو کې د ځوانانو په ځای مشرانو سقوط کړی دی.

مونږ دا نه وایو چې افغانی ټولنه دی زړه په زړه پاتی شي، په هغه کې دې هیڅ بدلون نه راځي ولی روان بدلون اصلاً د افغاني ټولنې د بد مرغۍ پيلامه ده.

په دغسې شرائطو کې چې مونږ یو او په کوم سرعت چې مونږ بدلیږو، ښایي تایلندیان، جاپانیان او جرمنیان ځان پکې اتلان فکر کړی.

تایلند، جاپان او جرمني هغه هیوادونه و چې د کلتور او کلچر له مخې په نړۍ کې د سر هیوادونه ؤ،  ولی جګړو او بهرنیو اډو هغوی دغه ځای ته راورسول چې نن هغوی پکې خپل پرونی هویت کاملاً بایللی دی.

افغانستان هغه هیواد دی چې په لوی هند او منځني آسیاء کې يې شته پرګنی دتاريخ په لړ کي د ښه کردار او ژوندي حضور مرهوني دي

اقبال لاهوري شاعر او فیلسوف چې د خپلې پیړۍ شاعر او د آزادۍ یو اوچت غږ و هغه په سیمه کې د ښه سیاسي کردار په  اړه کوم خلعت چې افغانانو ته ورکړی دی هغه یې په حقه ورکړی دی.

بدلون او منفي بدلون ملتونه له خپلو خصلتونو نه بیګانه کوی که افغانان په تدریج په همدې مسیر کې همدغسې بی باکه روان شي یو مهال به راشي چې په نس به ماړه وی ولی د عزت او سر لوړی دغه تاریخ به یې بایلودی وي.

په دې خاطر چې خپل ځان وساتو او په سیمه کې خپل کردار پوره اداء کړو نو افغانانو ته او بيا هغو ځوانان ته چي د يو نړونکی تاريخ پر ژۍ ولاړ دي دې ټولو ته په کار ده چې د پردیو په حضور او غلامۍ کې د دغه ماړه نس خوبونه پریدي او په اخلاقي هسکه کې د بهرنیانو د فحشایې تلکونو په اړه ویښ او هوښیار وي.

استاد محمد زمان مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x