د سي ائي ای پخوانی مشر: امریکا دستمبر له پېښو وروسته«کم عقلانه»کړنې وکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د استخباراتو او ځانګړو ځواکونو پخواني مشر مايک فلاين ويلي چې په امريکا د يوولسم ستمبر له برېدونو وروسته امريکا کم عقلانه کړنې وکړې.

مايک فلاين دغه څرګندونې د المان له شپېګل ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ويلي چې په امريکا د ستمبر د ۱۱مې نېټې له بريد وروسته امريکا دا ونه ويل چې ولې پر مونږ بريد وشو مګر ددې پوښتنې په لټه کې شول چې بريد ګر له کوم ځای څخه راغلي وو؟

فلاين د امريکا دغه تګلاره ړانده احساسات بللي دي او ويلي يې دي چې امريکا له ۲۰۰۱ کال وروسته پر يوه ناسم لور مزل پیل کړ او په افغانستان او عراق يې بريدونه وکړل چې نه يې په افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کړل او نه هم په عراق کې بريالي شول.

نوموړی په عراق د امريکا له بريد وروسته د صدام حسين په مشرۍ د نظام د له منځه وړلو او عراق ته د زيان رسولو او په ورستيو کې د داعش وسله والې ډلې راپورته کېدل د امريکا د ناکامې پاليسې لامل بللی دی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان او عراق د امريکا د يرغل په پيل کې د امريکا او ناټو نږدې ټول غړي هېوادونه پر يوه خوله وو او پر افغانستان او عراق يې د بريدونو ننګه کوله خو په دې وروستيو کې ددغو جګړو له امله د امريکا ځاني او مالي تلفاتو امريکايي چارواکي او ولس دې ته مجبور کړی ترڅو په افغانستان او عراق کې د جګړې په پاليسۍ له سره غور وکړي او په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته ورسوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د امریکایی جنرال دا خبره زه ناتاییدوم ، جه دی وایی [ چې ولې پر مونږ بريد وشو مګر ددې پوښتنې په لټه کې شول چې بريد ګر له کوم ځای څخه راغلي وو؟ دوی پوهیدل او دغه جنرال (که ویده نه وو ) پوهیدلو چه د سپتمبر پيښه ولی او د څه د پاره او د چا له خوا رامنځته شوه ، که هغه وخت نه پوهیدلو اوس دی د سپټمیر یه یوولسمه په انګلیسی ژبه کمپوتر کی ولیکی د سپټمبر د مصنوعی فاجعی ټول حالات به ورته معلوم شی چه د څه د پاره ، د چا له… نور لوستل »